
روهي (جمعه/۳ د غبرګولي)، د هندستان په ټول ټاکنو کې له لومړي وزير نرېندرا مودي سره مخکښ نوماند راهول ګاندي په ټاکنو کې مودي ته د بريا مبارکي ويلې ده.
نوموړي په خپلې ماتې اعتراف کړی دی او له خلکو يې مننه کړې ده، چې له دی يې ملاتړ وکړ. راهول ګاندي نرېندرا مودي او د هغې ګوند ته د بريا مبارکي ورکړي ده.
د هندوستان د ټاکنو پايلې تېره ورځ اعلان شوې، چې لومړي وزير نرېندرا مودي په کې د دويم ځل لپاره ګټونکی شو.