عمران خان خان: مودي او د ده ګوند ته د هند په ټاکنو کې د بريا مبارکي وايم

روهي (پنځه نۍ/ ۲ د جوزا)، د پاکستان لومړي وزير عمران په يو ټوېټ کې د هندوستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د بريا مبارکي وېلې ده.

عمران خان ليکي چې هيله لري ترڅو له نرېندرا مودي سره د سويلي اسيا د سولې، پرمختګ او بريا لپاره په ګده کار کړي.

د هندوستان ټاکنې چې یوه میاشت یې دوام وموند، د نهه سوه میلیونو خلکو د رأیو نتیجه په یوه ورځ کې اعلان شوه چې په کې اوسني لومړي وزير نرېندرا مودي بريا تر لاسه کړه.