بوتان هېواد کې شته او په نورو هېوادونو کې نشته

روهي( پنځه نۍ/۲ د غبرګولي )، بوتان هغه هېواد دی چې د ولس ضرورتونو ته په کې ځانګړی ځای ورکول شوی دی او د ولسي وګړو د زړه د خوشحال ساتلو لپاره په ۲۰۰۸ ز کال کې دولتي یوه کمېټۍ هم جوړه شوه.
 
 
بوتان هېواد یواځینی هېواد دی چې د خلکو د خوشحالۍ یو وزارت ( Ministry of happiness ) لري دا د دې لپاره کار کوي تر څو خلک خوشحال وي دا وزارت د خلکو ذهني او اقتصادي خوشحالۍ لپاره ځانګړې دنده لري.
 

بوتان په خینو نورو کارونو سره هم نړۍ کې مشهور دی:
 

بوتان هېواد کې تر ۱۹۹۹ ز کال پورې په حکومتي ډول پر تلوېزیون او اټرنېټ هم بندیز و چې له همدې کبله اوس بوتان د تلوېزیو او انټرنېټ وروستۍ استعمالونکی هېواد پېژندل کېږي.
 

بله مهمه خبره داده چې بوتان هېواد کې هیڅوک بې کوره نشته او هر څوک خپل کور لري او که څوک داسې پیدا شی چې کور نه لري نو کولی شي چې د یاد هېواد بادشاه ته وړاندیز وکړي او هغه به ورته کور سپاري او بله داچې د بوتان هېواد وګړو ته ټول طبي سهولتونه هم وړیا دي.
 
د دې ترڅنګ په بوتان کې ترافیکي اشارې نشته او ترافیک ټول موټرونه په لاسونو سره کنټرولوي.
 
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند