سروې: د امریکا نیم ولس د ایران سره د جنګ پېښېدو اټکل کړی دی

روهي( پنځه نۍ/۲ د غبرګولي )، د روېټرز له خوا یوې ترسره شوې سروې کې ښودل شوي دي چې د امریکا نیم وګړي په دې اند دي چې د ایران سره د امریکا جنګ پېښېدونکی دی.
 

دغه سروې چې د مۍ میاشتې د ۱۷ تاریخ څخه تر ۲۰ تاریّ پورې ارسره شوې ده په ډاګه کوي چې د امریکا نیم ولس په دې اند دی چې د ایران او امریکا ترمینځ جنګ پېښېدونکی دی که هغه اوس وي او یا څو کاله وروسته خو کړکېچ پیدا کېدونکی دی.
 

امریکا ویلي دي چې که چېرته ایران د امریکا پر پوځ برید وکړي نو امریکا به هم پوځي اقدام وکړي.