نرېندرا مودي د دویم ځل لپاره د هندوستان انتخابات وګټل

روهي( پنځه نۍ/۲ د غبرګولي )، د هندوستان په ټاکنو کی نرېندرا مودي او ګوند ( بي جي پي ) د ۲۰۱۴ ز کال د ټاګنو نه هم ډیرې رایی او ډیرې چوکۍ وګټلې.
 
 
د هندوستان ټاکنې د ۵۴۳ چوکیو څخه ترسره شوې وې چې ګټونکي ګوند باید ۲۷۳ چوکۍ خپلې کړي ترڅو خپل حکومت جوړ کړي خو نرېندرا مودي بیا تراوسه پورې ۳۳۳ چوکۍ ګټلو سره د دویم ځل لپاره د هندوستان لومړی وزیر جوړ شو.
 
 

شوشما سوراج مودي ته د بریا مبارکي ویلې ده او هغه یې د هندوستان راتلونکې لپاره ښه مشر یاد کړی دی.
 
 
د هندوستان انتخابات د نړۍ تر ټولو لوی اتخابات وو چې ۶۸ سلنه ښځو په کې ګډون کړی و.