
روهي( پنځه نۍ/۲ د غبرګولي )، سومالیا په پلازمېنه موګه دیشو کې یو ځانمرګي برید ګر ۹ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ژوبل کړي دي.
سرچینو له قوله په وژل شویو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین الابي فحیي هم شته.
دغه برید پرون ورځ پر هغو موټرو چې دولتي چارواکي یې لېږدول ترسره شوی دی.
پهدغه برید کې چې مسؤلیت الشباب ډلې اخېستی، ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
برید د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې د تلاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره هغه وخت شوی چې ځواکونو موټر تلاشي کاوه.