
روهي( پنځه نۍ/۲ د غبرګولي )، امریکا کې د خپلې ښځې څخه تنګ شوی او ډارېدونکی ( یونارډ اولسن ) خپل کور ته د تګ پر ځای خپل ځانته بند غوره کړ .
دا پېښه د امریکا په فلورېډا ایالت کې هغه وخت رامینځته ته شوه کله چې ۷۰ کلن یونارډ اولسن خپل موټر څخه دواړه لاسونه ایستلي وو او تېز موټر یې چلاوه.
کله چې دا د پولیسو له لورې ونیول شي نو ورته وایي چې په قصدي توګه مې دا کار کاوه ترڅو پولیس ما ونیسي او د کور پر ځای بند ته لاړ شم.
۷۰ کلن یونارډ اولسن زیاته کړې ده چې د سره په کور کې خپله ښځه داسې چلند کوي لکه یو مزدور نو پر همدې خاطر زه په کور کې تنګ شوم او غواړم بند کې ژوند وکړم نو د خپلې ښځې سره.