
غځيدونکې جګړه،ځپل شوى او غلى شوى ولسي ذهنيت،فقر،ناباوره چاپېريال او ګڼ نورپرافغانستان د پيل شوو څو لسيزو تېريو له هغو لاسته راوړنو دي چې پر دې هېواد په بېلا،بېلو نومونو د روان پراخيدونکي ناورين نښې،نښانې يې کېداى شي وګڼو.
د دې نښو،نښانو په شان نورې هم ښايي موجودې وي چې پروړاندې مبارزه او پاڅون يې يوه بېړنۍ اړتياده.
دا اړتيااو ژمنه ګڼ داسې ژمن روڼ اندي اوځان پېژندونکي خلک شته چې مني او پوره کېدو ته يې د اړين چاپېريال په نشتوالي کې هم سينه ډبوي خو دوى بيا په دې کې لار ورکي دي چې دا اړتياوې کله،څنګه او د چا په ډاډ او مرسته پوره کړي؟
دوى چې ډېره برخه يې په جګړه کې پيدا ځوانان دي،خورې،ورې هڅې يې پردې څرخي چې څنګه پرهېواد واکمن ناورين ته يې ملا ورماته کړي؟
دوى چا په فساد پسې اخېستې،چا د سولې د راتګ لارو،چاروپسې،چاپرپارلمان نيوکو اوچانورو داسې کم ارزښتواو زماپه اند بې پايلو او کم ګټو خبروپسې!
په دې برخه کې پړه يوازې دغو خور،ورفکرو ځوانانو ته نه راځي،ځکه د وروستيو کلونو پرټولو سياسي غاړو ناباوره دي اوهمدې ناباورۍ دوى هم د نور ولس په شان اړوېستي چې په يوه چا،يوې ډلې،يوې تګلارې او...پسې که څومره سپېڅلې هم وي،له تګه ډډه وکړي.
دوى چې پرهېواد يې روان ښېکلاک چې دولت پلوه او دولت ضدې کړۍ دواړه يې د يوې سکې دوه مخونه دي، نه شي زغملاى،حق لري او مسوليت يې ګڼي چې د خپل محدود فکر او نظر په رڼاکې يو غبرګون وښيي،خو پردې پوه نه دي چې دا غبرګون يې کومه مثبته پايله لري کنه؟
اوس چې دا خورې،ورې هڅې کومه پرځاى پايله او ګټه نه لري،دې ځوانو ملګرو ته چې ځان يې هم مبارزوي ملګرى ګڼم،په کار ده خپلې خورې،ورې دا هڅې له اسانه شوو اړيکيزو لارو منسجمې او همغږې او د پوهو،ازمويل شويو او باوري ملي څېرو په لارښوونه د خپل لاځپل کېدونکي ولس،ارزښتونو،ګټو او وياړونو د ژغورنې لپاره لومړيتوبونه په ګوته او ورته د رسېدو کوښښ وکړي.
دا خورې،ورې کرښې د دې هڅې د يوې پيلامې په توګه وړاندې شوې،نورې دا ډول خبر که ژوند او شونتيايې وه،بياوړاندې کوم .
هيله ده نور قلموال او انديال ښاغلي هم په دې اړه ليکنې او تبصرې خپرې کړي.