د اماراتو 'زرین کارت': زرګونو پانګوالو ته د دایمې اقامې ورکوي   

روهي( څلورنۍ/۱ د غبرګولي )، د سعودي عربستان څخه وروسته اماراتو هم فیصله وکړه چې ځینو پانګوالو ته د اوسېدلو اجازه ورکړي.
 
د عربي متحدو اماراتو د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ویلي، د دایمي اقامې د 'زرین کارت' له سیستم نه په ګټې اخیستو به په دې هېواد کې پانګوال، د طب، انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې استثنايي وړتیا لرونکي کسان ګټه واخیستی شي.
 
شیخ محمد بن راشد آل مکتوم وايي، کابو ۷ زره بهرنیو بهرنیو پانګوالو ته یې د دایمي وېزو سیستم چمتو کړی دی.‌
 
مخکې تر ډېره اماراتو کې بهرنیو وګړو ته د استوګنې لنډمهالې اقامې ورکول کېدې، چې په دوراني توګه به نوې کېدې.
 
خو د اماراتو حکومت تېر کال اعلان وکړ د اقامو موده به اوږده کړي چې بهرني سوداګر او پوهان ګټه ترې واخیستی شي.

د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، چې لومړی وزیر هم دی، پر خپل ټویټر لیکلي: "نن مو د "زرین کارت" د دایمې اقامې سیستم پیل کړ... دا سیستم په طب، د انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې پانګوالو او استثنايي وړتیا لرونکو کسانو ته دی".
نوموړی وايي: "په لومړۍ جوپه کې به د دایمې اقامې ۶۸۰۰ هغو مستحقو کسانو ته دایمي اقامې ورکړل شي چې پانګونه یې تر ۱۰۰ میلیارد درهمو اوړي".
له دې ګام نه هدف د خلیجي هېوادونو د اقتصاد ملاتړ ښودل شوی، چې د تېلو د بیو له لوېدو سره اغېزمن شوی دی.‌