
روهي( څلورنۍ/۱ غبرګولي )، د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې چاودنه د پلازمینې تهران او هیواد د شمال ترمنځه په لویه لاره کې د زنګوله پل د سیمې نه مخکې د البرز په تونل کې رامنځته شوې ده.
د سیمې د چارواکیو په وینا پدې پیښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي وو چې درې تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همدا ډول د پاتو ۸ تنو ټپیانو نه درې تنو نورو هم په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ چې د مړو شمیره ۶ تنو ته لوړه شوه. د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دی. ویل کیږي چاودنه د مېتان ګاز له امله رامنځته شوې ده. د چاودنې نه وروسته اورلګیدنې رامنځته شوې ده چې ډیری کسان د نوموړې اورلګیدنې له امله سوځیدلي دي.