
روهي( څلورنۍ/۱ د غبرګولي )، د ایران ولسمشر روحاني ویلي دي چې دا وخت د امریکا سره د خبرو کولو لپاره مساعد نه دی.
روحاني ویلي دي چې امریکا سره هيڅ قسم خبرې نه کوي. حسن روحاني زیاته کړې ده چې دا وخت ایران د ۱۹۸۰ ز کال په شان په اقتصادي ستونزو کې ښکېل دی.
روحاني همدا ډول ویلي دي چې دا وخت باید د ایران ادارې زیات اختیار ولري تر څو خپل ولس د شته ستونزو څخه وباسي.