
انسان تر دې اندازې ظالم دی چې د انسانيت تر پولو اوړي او انسان ځان ته دې انسان مرګ روا بولي، یوازې د دې لپاره چې خپل دود او دستور پر ځای کړي او خلکو ته په شرمونو ونه شرمیږي.
که راشو پښتنې ټولنې ته، دلته بیا له انسانیت بیخي وتلي ګړدودونه شته، هتا ځینې کسان چې له انسانیت او اسلامه ناخبره دي، خپلې تېروتنې پر اسلام وراچوي. کال مخکې مې له یوه ځوانه واورېدل که موږ خپلو ښځو ته د تعلیم اجازه ورکړو، دوی پر موږ لاس برې کیږي، مانا دا چې ښځې باید یوازې غلامي وکړي او بس.
د پښتنې ټولنې سړي پر ښځو کم ویاړ ګڼي، ما اورېدلي، داسې کسان هم شته چې خپلې ښځې د دې لپاره تر اخ و ډوب لاندې راولي چې تر څو خپل تربور ته کم رانه شي. په عموم کې ویلی شو چې په دې ټولنه کې ښځې زیاتې محکومې دي.
سینوهه وایي: (د انسان یو شی چې هیڅکله نه بدلیږي او هغه د ده حماقت دی.
که یولک کاله وروسته کوم انسان پيدا شي؛ نو زموږ د وخت انسان او هغو انسانانو په شان به احمق وي، چې تر موږ مخکې یې د هومونو د جوړېدا په وخت کې یې ژوند کاوه.)
انسان په یوه اړخ کې نه، یوه کې هتمن حماقت کوي، مانا دا چې حماقت د انسان په خټه کې اغږل شوی.
د ناوړه دودونو منل هم حماقت دی، که یې هرڅو پر پښتو ور واچوو؛ خو دې پوهیږو چې دا بیا هم د پښتنو تېروتې دي.
کال مخکې مې سینوهه ولوست، په پوهنتون کې مې ځینو ملګرو ته وویل چې دې سینوهه او د یوسف سریال ترمنځ کم فرق لیدل کیږي، ځینې صحنې یې سره ورته دي؛ نو له دې پرته چې زما په خبرو فکر وکړي، تحقیق وکړي پرما یې د کافر فتوا ورکړه.
خبره مې د اصف مشال په (نازو) ناول کوله. ( نازو) ناول ښکلی پیل، له تلوسې ډک، روان او په خوږه ژبه لیکل شوی. نازو ناول د پښتنو پر هغه ناوړه دودونو راڅرخي چې د دې ټولنې د ځینو ځوانانو حماقت او د یوې نازکې پېغلې د جرم له ثابتېدو پرته په مرګ محکومول او دې مرګ سزا پرې وکول کېدل دي.
دا چې پېغلې نازو ته د مرګ سزا ورکول کیږي که نه؟ دا به تاسو په ناول کې ولولۍ.
مشال په یوه پښتني ټولنه کې ژوند کړی او د پښتنې ټولنې له دود او دستور خبر دی، دا به هم ورته معلومه وي چې یوه پردۍ پېغله کور ته راوستل له دې پرته چې څوک پرې خبر شي، یو کس به یې د ځان لپاره بدنامي بولي؛ خو مشال په نازو ناول کې یوه پېښه برعکس راوړې.
میراجان چې یوه پېغله یې خپل کور ته راوستلې او وروسته یې د کلي ملک ترې بیایي او غواړي چې خپلې کورنۍ ته یې وسپاري، میراجان له دې پرته چې له بدنامۍ او له بدۍ وویږي، هڅه کوي چې له ملک پېغله وتښتوي او ځان ته یې نکاه کړي.
زموږ په بدبخته ټولنه کې د یوې پېغلې په نکاه کول، که هغه د نجلۍ او هلک خوښه هم وي، خو که کورنۍ یې پرې خبره شي چې دوی یو او بل خوښ کړي دي، نو بیا دې هلک او نجلۍ مرک ځان ته روا بولي.
د یوې پېغلې تښتول او بیا پر ځان نکاه کول چې له کوره تښتېدلې یایږي ځان دې مرګ په خوله کې ورکول دي؛ خو مشال له خطر پرته دا پېښه داسې راوړې چې که یې ځوان ځان ته په نکاه کړي، دا کومه غټه خبره نه ده، د دې لپاره چې هغې پېغلې د ځوان په کور کې درې شپې کړې دي. مانا دا چې که داسې راوړل شوې وای چې ځوان له خلکو ګرځېدای او ځان یې له دې قضیې ساتلی چې خلک او نجلۍ ورور یې سپکاوی ونه کړي او بدنامي ور وانه وړي.
یوه بله پېښه چې دې نازو ورور یو کس بندي کړی او یوازې د دې لپاره چې شک یې پرې کړی، غواړي ویې وژني؛ نو دا دوې پېښې چې یوه د نجلۍ تښتول دي او بله د نازو د ورور شک دی په ټکر کې واقع کیږي.
او بله دا چې مشال له ځینو لهجوي لغاتو سره معیاري ماناوې لیکلې؛ خو بیا هم ځینې ځایونو لهجوي لغات ترسترکو کیږي چې معیاري ماناوې نه دي ورسره لیکل شوې او د بلې سیمې کس نه پرې پوهیږي او په ناول کې ځینې پېښې ناڅاپي پیل او ختم شوې، که لیکوال یوڅه تشریح وای، ناول به لا نور خوندور شوی وای.