
ولسي جرګه چې په ځینو هېوادونو کې ورته پارلمان ویل کېږي د دیموکراسي نظامونه له مرکزي بنسټونو څخه دی او په یادو هېوادونو کې داسې وړ کسان پارلمان ته لار مومي، چې قانون پوهان وي او د لوړو زده کړو درلودنکی وي، چې تر ډېره یې مسوولیت او صلاحیت په قانون جوړونه راڅرخېږي.
زه یې د نوم په څرنګوالې او همدارنګه تاریخي سېر نه غږیږم بلکې نېغ په نېغه راګرځم زموږ ۱۸ کلن پارلمان ته چې ولس او هېواد ته څومره او کومه ګټه رسېدلې او تر کومه اندازې په همدې غمزدلي او درد ځپلي ولس کې د تعصب،کرکې،وېر، نه اسلامیت، نه افغانیت... ریښې غځولې دي.
په ټولنه کې تعصب ته لمن وهل.
په تېرو ۱۸ کلونو کې چې کوم تعصب په ټولنه کې رامنځته شوی او یا رامنځته کېږې مور یې همدا پارلمان دي، یاد پارلمان هر ډول تعصب ته لمن وهلې دی دلته د بدو، غلو،شراب پلورونکو ، غلامانو، غصب .... او په ټوله کې د ناوړو پېښو ګراف دومر لوړ کړی، چې د نیکو او وړ وکیلانو هویت یې هم له منځه وړی دی نه یوازې، چې هغوی بې هویته شوې بلکې له دوی سره دهمدې بدنامۍ په نوم نومول شوي دي . لومړی دوی قومې،نژادي،سمتي تعصب رامنځته کړی دی تاسو ته بهتره معلومه ده چې د دې ۱۸ کلن پارلمان مخکې د خلکو ترمنځ پښتون تاجک، ازبک،هزاره او... دومره مطرح نه وو که دې تعصب شتون هم درلود خو په دومره پریمانه او رسمي ډول نه وو خو کله چې پارلمان رامنځته کېږې یاد تعصب هم ورسره رسمي بڼه خپلوي، چې ښه بېلګه یې د پدرام لخوا د افغانستان نوم په خرسان بدلولو غږ وو. چې په دې سره د تاجک،پښتون... او نورو توکمونو ترمنځ پراخ تعصب رامنځته شو.
دویم له همدې پارلمانه د نه افغانیت او نه اسلامیت چېغه پورته شوه چې سر لاري همدا یو څو لنډه .... وو.
درېیم: زور واکي او قاچقبري یې بل ناورین دی د هېواد په ټولو ناخوالو کې هغه که وژنه، ترور، قاچق،وحشت او د امنیت تخریب دي ټول یې له پردي پال او خرڅ شویو وکیلانو له لاسه رامنځته شوي دي.
څلورم په سیمه ییزو او نړیوال مسایلو کې هم دوی تخریبي رول لوبلی دی چې ښکاره مثالونه یې د ایران او پاکستان د پالیسویو تطبیق دی.
د دې ټولو ناخوالو باوجود دهېواد اقتصاد له انزوا سره مخ کړی دي او په سلګونه میلیونه افغانۍ په میاشت کې هېواد له بودیجې څخه کمیږي. مثال ولسې جرګه ۲۴۹ غړي لري، چې د هر یوه یې (۲۴۰۰۰۰) دوه لکه څلویښت زره افغانۍ معاش دی؟ د ټولو معاش یې (59760000 ) افغانۍ کېږي چې له دوی څخه یې هر یو په قانوني ډول څلور ساتونکې او دوه سکرتران لري هغوی مصارف او معاش یې لا پر ځای، همدارنګه په تېرو پارلماني ټاکنو کې په میلینونو افغانۍ د تش په نوم بایومیتریک ماشینونو باندي مصرف شوې، چې اوس یې له نیمه یې زیات له کار لویدلي او کباړ شوې. او د ۱۳۹۷ ل.ل کال پارلماني ټاکنو یو کال په بر کې ونیو. چې نه یوازې په سیاسي اړخ کې حکومت او دولت زیانمن کړ بلکې عام وګړې یې تر پوزې راوستل.
بلخوا د ولس تکلیف، لارو بندلو، د خلکو ټکولو او غصب یې لا بل سرخوږی دی.
موږ دا نه وایو چې باید نظام دي د پارلمان لپاره یاد مصارف په نظر کې نه نیسې، باید همدا امکانات ورته برابر کړي خو چې وړ او اهل وکیلان وي. زموږ له تېر پارلمانه کومه داسې مثبته خاطره نه لرو ، د خلکو کرکه راځي د پارلمان له نوم څخه.
د نوي پارلمان په اړه پریکړه به راتلونکي پنځه کاله کوي خو د پیل حرکت یې دومره خوندر نه دی نو پایله به یې څه مثبته وي؟
داوسنې پارلمان جوړښت له زیاترو تجارانو څخه دی، او شاید په دې کې به یې ډېر مخریب تجاران هم وي چې هېواد ته د بې کیفیته توکو د راواریدلو او همدارنګه د لویو پروژو قرارد نیول، ناسالمه پانګونه به یې دهېواد اوسني وضعیت لا بحراني کړي
ښه که اوس موږ له خپل ځان سره محاسبه وکړو.ایا د داسې بې کیفیته پارلمان کټه ډېره دی که زیان؟
مالومه خبره دی چې سر له سره زیان دی.
د یادونې وړ دی چې په پارلمان کې وړ او کادري اشخاص هم شته د هغوی قدر او درناوی باید خوندي وي او باید خوندي شي.