اسلام اباد کې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ د جنسي برید کولو وروسته وژل شوې ده

روهي( درې نۍ/۳۱ د غوایي )،آسلام اباد کې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ وروسته له هغې وژل شوې ده چې لومړی ورباندې جنسي تېری شوی دی چې وروسته د دې نجلۍ جسد پولیسو پیدا کړی دی.
 
 
یاده ماشومه نجلۍ د ښوونځي دویم ټولګي زده کوونکې وه.
 

دا ماشومه چې فرشته نومېږي.د دې په مړینه باندې اوس د پښتون ساتنې غورځنګ د غړو له خوا لاریون روان دی او وایي چې تر سبا به دوي خپل لاریون ته دوام ورکړي.
 

د دغې ماشومې په جنازه کې د پښتون ساتنې غورځنګ مشرانو هم ګډون کړی و.
 
 
د یادې ماشومې پلار د پښتون ساتنې غورځنګ یو مشر ( محسن داوړ ) ته ویلي دي چې د پولیسو د بېغورۍ له کبله یې لور وژل شوې ده.