
له لسیزو او ان سلیزو راهیسې په کتابو او مجلسو کې وایوو چې موږ د اسیا زړه یوو، خو په عمل کې مو د اسیا د زړه په توګه د افغانستان د ثابتولو هیڅ هڅه او اقدام نه دی کړی. حتی په دې اړه مو فکر هومره هم نه دی کړی او له همدې امله له منځنۍ اسیا سره زموږ د ستراتیژیک موقعیت باوجود هم زموږ اړیکې سړې وې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال خو دا سړې اړیکې هم بېخي له منځه ولاړې.
که چېرې موږ واقعاً د اسیا د زړه په توګه ځان په عمل کې ثابت کړی وای، نو نه به افغانستان په اوسنیو ستونزو، بحرانونو، فقر او بې وزلۍ کې وای او نه به هم په سیمه کې دغسې بې ثباتي وای، ځکه که موږ د سیمې هیوادونو ته دا ثابته کړې وای چې د اسیا د زړه په توګه افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او که مو دا کار کړی وای، نو د سیمې او ګاونډیو هیوادونو به هم د افغانستان په اړه توطیې او دسیسې نه جوړولی، بلکې برعکس به یې د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې همکاري کولی، ځکه هغوی پوهېدل چې که افغانستان بې ثباته شي، نو دوی هم ورسره بې ثباته کېدلی شي.
ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، نو ویل یې چې افغانستان د اسیا زړه څه چې ان د سیمې په څلور لار بدلېدونکی دی، نو خلکو به ورپسې ویل بیا لېونی شوی. مګر دا د لېونتوب او مسخرې خبره نه وه، ځکه ولسمشر غني د دې لپاره فکر، لید او برنامه لرله، ځکه هغه چې د ټاکنیز کمپاین پرمهال وویل چې خپل بهرنی سیاست له ازبکستان څخه پیلوي، نو دا هم ډېرو ته مسخره او د خندا خبره معلومه شوه، مګر په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې ولسمشر غني نه یوازې له ازبکستان بلکې د منځنۍ اسیا له نورو ګڼو هیوادونو سره د اقتصادي همکاریو داسې تفاهم لیکونه لاسلیک کړل که یادې پروژې تطبیق شي، نو ګټه به یې نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې ټول هیوادونه وویني.
موږ او تاسو ولیدل چې ولسمشر غني اقینې بندر پرانیست، د لاجورد لاره مو وليدله چې دوه زره کاله وروسته یې بېرته احیا کړه. له بېلابېلو هیوادونو سره مو هوایي کوریډورونه ولیدل چې د افغانستان اکثره وچې او تازه مېوې له همدې لارې نړیوالو مارکېټونو ته ورسېدې. د چابهار لاره پرانیستل شوه او دا مهال عملاً ګټه ورڅخه اخیستل کېږي. همدارنګه د ترانزیت، سیمه ییزې همکارۍ او زیربنا په برخو کې نورې ډېرې دېته ورته پروژې تر لاس لاندې دي، دا ځکه چې ولسمشر غني هم پر ځان باندې او هم د افغانستان په موقعیت او ظرفیت باندې باور لري.
کله چې وایوو د اسیا زړه یوو، نو باید همدغسې متحرک واوسو، کوم تحرک چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني رامنځته کړی دی، ځکه اسیا متحرک زړه غواړي نه، درېدلی زړه . اسیا هغه وخت د زړه له حملې خوندي کېږي چې افغانستان باثباته وي. دا زړه متحرکه کېږي، افغانستان له ټولو سره وصلېږي، موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل.