روهي( درې نۍ/۳۱ د غوایي )، د امریکا د چینایي موبایلونو جوړونکې کمپنۍ ( هواوی ) د تور لېست کې د ورګډولو وروسته ګوګل هم د هواوی کمپنۍ سره پرېکون اعلان کړی دی.
د ګوګل د دغه کار کولو سره اوس د دغو موبایلونو استعمالوونکي نه شي کولی چې جي میل، ګوګل مېپس او ځینې نور وېبسایټونه چې د ګوګل پورې تړاو لري په خپلو موبایلونو کې وکاروی چې دغه کار کولو سره یې هغوي ته اندېښنې زېږولې دي.
هواوی کمپنۍ ویلي دي چې دوي به خپلو استعمالونکو ته یو نوی سافټویر وړاندې کړي چې د هواوی موبایلونو استعمالوونکو خنډونه ختم کړي.
وروستي