
روهي( درې نۍ/۳۱ د غوایي )، وروسته له هغه چې د عراق د پلازمېنې بغداد په ګرین زون کې د امریکا سفارت ته نږدې په پنځه سوه ميترۍ کې یو راکټ ولګېد، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر ټويټر پاڼه ولیکل:
"هېڅ کله بیا امریکا ته تهدید مهکوئ."
که ایران وغواړي جنګ وکړي، دا به د ایران رسمي پای وي. هیڅکله بیا متحده ایالاتو تهدید مه کوئ.
د امريکا سفارت ته د نيږدې لګېدلي راکټ مسؤلیت چا نهدی منلی. پهدې پېښه کې چا ته تلفات نهدي اوښتي.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظریف په چټکۍ سره د ټرمپ خبرداری ته غبرګون وښود او پر ټويټرپاڼه یې ولیکل:
"ايرانيان له پيړیو راهيسې د یرغلګرو پر وړاندې ولاړ دي. اقتصادي ترورېزم او ټولوژونکي پيغورونه به ايران ته د پای ټکی نهږدي."
ظریف همدا راز ليکلي: هېڅکله ایرانیانو ته تهدید مهکوئ. د درناوي هڅه وکړئ ځکه نتيجه ورکوي.