
څو مياشتې وړاندې ولسمشر کرزي د يو فرمان له مخې په هېواد کې ټولو کورنيو او بهرنيو امنيتي کمپينو ته څلور مياشتې وخت ورکړ، چې بايد وتړل شي.
د ولسمشر له فرمان سره هغه مهال د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې همغږي وښود او ملاتړ يې ورڅخه وکړي. خو چې کله هم په عملا د کورنيو چارو وزارت د شرکتونو دتړلو او بې وسلې کولو اقدام وکړي، نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول، امريکا په غير مستقم ډول د دغه کار د مخې د ډب کيدو هڅې پيل کړې.
که هم څه ولسمشرکرزي په هر خبرې کنفرانس او غوڼده کې د خپل فرمان څخه په کله دفاع کړې او په وار وار يې ويلي، چې امنيتې کمپنۍ د هېواد امنيت لپاره ستر ګواښ دى، بايد وتړل شي. خو امريکا په مستقيم او غيرې مستقيم ډول د شخصي امنيتي کمپنيو د تړلو مخالفت کوي.
اوس پوښتنه دا راپيدا کيږي، چې ولې امريکا د دغو کمپينو له بې و سلې کولو سره مخالفت ښيي او هڅه کوي، له همدې لارې په ولسمشر کزري فشار رواړي؟ ښايي څو دليلونه موجودي وي
د افغانستان د داخلي قوانينو مطابق هيڅ ارګان د دولت له چوکاټ څخه پرته نه شي کولاى په خپل سر وسلې ولري او عام ولس ازار کړي. د امريکا راتګ افغانستان ته هسې دخداى په رضا نه دى او نه هم نړيواله ټولنه دلته په دې موخه راغلې، چې د افغانانو دا شليدلى ګريوان ور وګنډي او يا په هېواد کې د راوان بحران لمن ورټوله کړي. د دوى راتګ افغانستان ته د پښتو له هغه متل سره چې و ايي، پيشۍ د خداى لپاره موږک نه نيسي، ښه صدق کوي.
اوس هر افغان په دې ښه پوهيدلى، چې نړيوال په افغانستان کې خپلې ستراتيژکې ګټې لري او غواړي، چې په سيمه او ټوله نړۍ کې خپلې ګټې خوندې کړي. د امريکا ولسمشر اوباما هم څو څو ځله په خبرې غوڼدو کې په داګه کړې، چې امريکا افغانستان ته دخپلو ګټو لپاره راغلې ده، نه د افغانستان د ودانوولو لپاره. اوس که امريکا د شخصي امنيتي کمپنيو د تړلو مخالفت کوي، ګټه يې په خطر کې دي. که چيرې دغه کمپنۍ بې وسلې شي او په قانوني ډول د دولت په چوکاټ کې له ملي اردو يا ملي پوليسو سره يوځاى په ليکوکې کار پيل کړي، د دوى پټ کارونه چې همدغو کمپنيو په خپل سر کول، څوک کوي.
دوهم داچې کوم مرموز قتلونو او کارونه چې بهرنيان دخپلو اهدافو لپاره د همدغو کمپنيو له لارې کوي، که چيرې دغه کمپنۍ وتړل شي، دوى به خپل پټ او شوم اهداف له کومې لارې ترلاسه کوي.
ولسمشر کرزي تيره ورځ په ډاګه وويل، چې د چادونو څومره برخه به طالبان کوي او څومره به يي شخصي امنيتي کمپنۍ کوي. که دد غو کمپنيو اقتصادي اړخ ته وګورو، څومره مصرف چې په دې کمپنيو کيږي، که د همدغه مصرف ٥٠ سلنه برخه په ملي اردو ولګول شي او تجهيزات او وسايل ورته واخيستل شي، نو په پوره يقين سره ويلى شوو، چې هم به يي اغيزمنتيا ډيره وي او هم به قانوني بڼه ولري.
امنيتي کمپنۍ دکال ١٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت لري. که امريکا له زړه نه وغواړي، چې دافغانستان کورني امنيتي ځواکونه پياوړي کړي، دغه پيسې دې د شخصي کمپينو پر ځاى پر افغان ملي ځواکونو ولږوي، تجهيزات دې ورته ورکړي تر څو په خپلو پښو ودريږي.
خو له بدمرغه امريکا هم هغه د چا خبره اوبه خړوي او کبان پکې نيسي. که د ولسمشر کرزي د تيرې ورځې خبرو ته چې په خبرې ناسته کې يې وکړي،و ګورو، داسې مالوميږي، چې ولسمشر د کمپنيو په اړه په خپل دريځ کلک ولاړ دى او هيله لرو چې همداسې په خپل دريځ نور ټينګ شي.
د ولسمشر مې دا خبره ډيره خوښه شوه، چې ويل يې داځل به افغاني اقدام کوو او ټولې شخصي امنيتي کمپنۍ به تړو ځکه به وينا يې د اقغانستان په ګټه نه دي او رښتيا هم د افغانستان په ګټه نه دي. خداى دې وکړي، چې دغه افغاني اقدام بريالي کړي او دنړيوالو فشارونو ته غاړه کيږ نه دي او تر هغې په خپل دريځ ودريږي، چې په بشپړ ډول يې امنيتي کمپنۍ تړلې نه وي