
روهي (درې نۍ/۳۱ د غوايي)، د تاجکستان په يو زندان کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش د يو زندان په ساتونکو بريد کړی، چې درې ساتونکي په کې وژل شوي دي. له پېښې وروسته د زندان امنيتي کسانو ډزې پيل کړې دي، چې په پايله کې يې ۲۹ زندانيان ووژل.
دغه پېښه د پلازمېنې دوشنبې څخه په يو څه لېرې پرتې سيمه کې شوې ده او ياد زندان د سختو امنيتي تدابيرو لاندې ساتل کېدو.
شخړه هغه وخت رامنخ ته شوه چې د داعش ډلې غړو د زندان درې ساتونکي په ډزو ووېشتل او په چاړو يې ووهل.
په وژل شوي زندانيانو کې د تاجکستان د سياسي ډلو يو شمېر کسان هم شامل دي. له دې وړاندې هم په تاجکستان کې د زندان دننه دا ډول بغاوت وشو، چې تلفات يې رامنځ ته کړل.