امریکا کې طوفانونو په لسګونه کسان ژوبل کړي دي   

روهي( درې نۍ/۲۳۱ د غوایي )، د امریکا په ( اوکلاهوما ) په ایالت کې د یو سخت طوفان له کبله په لسګونه کسان ژوبل شوي او د یاد ایالت ژوند یې د عادي حالت څخه ویستل دی.
 
دغه ښار کې اوس د حکومت له خوا بېړنی حالت اعلان شوی دی او دا یواځینی ایالت نه دی چې طوفان په کې خلک ژوبل کړي او ونې یې له بېخه وېستلې دي بلکې دامریکا په اوکلاهوما سمیت نبراسکا، کینساس کې هم سخت طوفان له کبله موټرونه چپه شوي او ونې له بېخه وتلي دي.
 

دغو طوفانونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او په درجنونو نور په کې ژوبل شوي دي.