حوثي یاغیانو بیا پر سعودي عربستان د دوه د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي

روهي( درې نۍ/۳۱ د غوایي )، د العربیه د خبر له مخې د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواکونو د یمن د خاورې نه د مکې مکرمې پر لورې توغول شوي توغندي په هوا کې مالوم او طایف په سیمه کې په هوا کې لمنځه یووړل.
 

همداډول ددې وروسته هوايي ځواکونو د جدې ښار پر لورې توغول شوی توغندی د جدي د ښار په اسمان کې د تثبتولو نه سمدلاسه وروسته شنډ کړ.
 
سعودي عربستان مقاماتو د نوموړو توغندیو په اړه تر اوسه پورې په رسمي توګه کوم غبرګون ندی ښودلی خو تمه کیږي چې پدې اړه جزیات د خبري رسنیو ته شریک کړي.
 

دا لومړی ځل ندی چې حوثي یاغیان د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کوي