فیسبوک

د ونو لکه عادت چې وي باد ته زنګیږي، ښوري. او ته لکه د تل په فکر کې تللی یې.
ذهن دې همیشه لکه یوه په خپل سر راډیو در غږیږي. ورځ؟ آیا همده وچه او بې روحه معنا چې لمر دې په خپل مدار تر غروبه لاړ شي. آسمان لکه په شین والي چې محکوم وي.

بیا یې درغبرګه کړه:
نړۍ او دا هر څه د نه لیدل کیدونکو اتومونو نه؛  بلکې د نه حل کیدونکو سوالونو ټولګه ده.
ژوره ساه دې واخیسته!

د الوتونکو ډول-ډول غږونه د ونو له سمته راپورته کیږي. خو ځینې غږونه خپله د سکوت او چوپتیا یوه برخه وي او انسان یې د چوپتیا لپاره مزاحم نه ګڼي. لکه همدا د الوتونکو غږونه او یا د سات ټکا! چې د شپې په سکوت ښویږې.

په اوسپنیزه سپینه پنجره دې داوړه څنګلې کیښودلې او د خپل بدن دې پرې ورمات او تکیه کړ.
لاندې راغلې عینکې دې د ښې لاس په شهادت ګوته بیرته پورته یوړې.

پورې د هلیکوپتر په لیدلو او د رانږدې کیدلو سره یې د مزاحم او لوړ غږ په اوریدلو فکر هغې خوا ورټوپ کړ:
انسان! هغه حیوان چې بې وزرونو الوزي. یا هلیکوپتر کې یا خیال کې. د هلیکوپتر په لرې کیدو سره یې غږ هم په تدریجي ډول کم او بلآخره ورک شو. بیا پخواني سکوت خپور شو.

ذهن دې بیا کومه سوژه ګوري چې پرې وغږیږي.
خو مخکې له دې چې د خاصې موضوع په اړه غږیدا شروع کړي. دروازه خلاصه شوه.
فکرونه دې لکه مرغۍ درنه الوزي. ذهن دې راټولیږي ټول د دروازې په لور متمرکز شو. د پوښتنو فهرست فوراً درته تیاروي!
څوک دي؟
څه غواړي؟
دلته څه کوي؟
....او؟

دروازه کې ماشوم راښکاره کیږي.
بیرته مخ ترې را اړوې او مخامخ ګورې.
فکرونه بیا لکه الوتلې مرغۍ درته راځي او د ذهن په ونه دې کیني.