د معصومیت ترټل!

د کور له داخل نه لوړ غږ راته. د یوه ډبل غږ لرونکي سړي له غوسې نه ډکې په زوره-زوره خبرې اوریدل کیدې. لږه شیبه وروسته د کور لرګینه دروازه خلاصه شوه. یو کوچنی ماشوم چې شاته یې بکسه تړلې وه او د بکسې زنځیر یې هم نیم پرانیستی وه، په قرار او خفه انداز راووت. داوزه یې بیرته قراره پورې کړه.

ډیر ورو-ورو په لرګینو زینو کې راکوز شو. د سپینو کرمچو بوټو مزي یې هم خلاص پاتې وه او یو اوږد مزی په ځمکه پسې ښویده.

د دواړو لاسونو غټې ګوتې یې د تخرګونو تر څنګ د بکسې په پټو(لاستو) کې ورکړې وې.
له زینو راښکته شو او په شنه چمن کې آرام-آرام د کور بلې خوا ته روان شو. رڼې غټې-غټې سترګې یې په ځمکه کې خښې کړې وې او ورو ورو تو. خفګان یې په معصومه څیره کې له ورایه ښکاریده.

څو شیبې وروسته د غروب په تته رڼا کې یې د وجود سیوری د لرګین کور د مثلثي چت په سر راښکاره شو.

کیناست! پښې یې لاندې ځوړند کړې.
مخامخ د سرک په امتداد او اوږدوالي، لرې ان تر ښاره پورې شنه او زیړ ګروپونه لږیدلي وه.

د لمر نیمایي تنه د غره په واورینه پرده کې ډوبه شوې وه. یوه ګوڼډه یې راغونډه کړه. څنګله یې کات پرې کیښوده او په هغه یې زنه کیښوده.
بکسه یې تر څنګ کږه پرته وه.