ټاکنې حتمي وې او حتمي شوې

په دې وروستیو کې چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د وسله والو طالبانو استازود تړلو دروازو تر شا ناڅرګند مذاکرات د افغان سولې په اړه پیل کړل، نو له یوې خوا د یادو مذاکراتو پایلې معلومې نشوې او له بل لوري څخه ځینو بهرنیو مغرضو هیوادونو او استخباراتي کړیو او ځینو په کوردننه حلقو د افغانانو د اذهانو د مغشوشولو او د ابهام د زیاتوالي په موخه ګډې وډې اوازې خپرې کړې.

د بېلګې په توګه لکه حنیف اتمر چې د سرپرست او موقت حکومت سرینده غږوله، کرزي خېلو هم موقت حکومت ته ډېره هوا ورکوله او دوی داسې ګڼلې وه چې د موقت حکومت مشرتوب به دوی ته وسپارل شي. دغو اوازو او ګونګوسو ډېر خلک مغشوش کړل، ځکه په افغانستان کې تل د واک د لېږد پرمهال جنګونه او شخړې کېدې او سلګونه او زرګونه کسان وژل کېدل، مګر په دې وروستیو کې چې افغانانو د واک د لېږد سوله ییزه لاره یانې ټاکنې تجربه کړې، نو شکرونه یې وېستل چې بالاخره یې د واک د انتقال لپاره له جنګ او تشدد مه واره یوه خوندي او ګټوره لاره وموندله، مګر د موقت او سرپرست حکومت د اوازو په خورولو سره افغانانو داسې ګڼله او دا وېره یې لرله چې ګواکې یو ځل بیا به جنګونه شروع شي یو ځل بیا به افغانستان یو بل بحران ته لاړ شي او یو ځل بیا به خلک د هیواد او سیمو پرېښودلو ته مجبور شي.

بل پلو بهرنیان هم ساړه معلومېدل چې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره یې چندان هیڅ لېوالتیا نه ښودله. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کوم اقدام هم نه معلومېده او ډېرو به لا خپلو مغرضو شعارونو یانې موقت او سرپرست حکومت ته د سولې رنګ ورکاوه او ویل به یې چې ولس ټاکنې نه، بلکې سوله غواړي او سوله دې رامخته شي. دوی په لوی لاس داسې ښودله لکه ټاکنې او سوله چې رښتیا هم سره په ټکر کې وي او ډېرو خلکو به ویل که رښتیا هم همداسې وي، نو سوله دې لومړیتوب ولري او ټاکنې دې شاته شي.

د دې ټولو اوازو او شعارونو په منځ کې یوازینی څوک چې بیا بیا یې په ولسمشریزو ټاکنو او د واک د لېږد لپاره د ولس په اراده ټینګار کاوه او ویل به یې چې په افغانستان کې د ولس له ارادې پرته بل هیڅ حکومت او جوړښت د منلو وړ نه دی او نه هم عملي کېدلی شي او د دې لپاره باید ولسمشریزې ټاکنې پر وخت او شفافه توګه ترسره شي. دا غږ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني و. د نوموړي دغه دریځ هم د نورو دریځونو په څېر رنګ راوړ او بالاخره یې د موقت، سرپرست او نورو حکومتونو ټولې نسخې ناچله کړې.

د ولسمشر غني ټینګار او معقول دریځ د امریکا متحدو ایالتونو دریځ هم بدل کړ، ځکه پرون د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په خپل ټویټ کې لیکلي وو چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دې چمتووالی ونیول شي، ټاکنې دې ترسره شي او د سولې پروسه په دې مانا نه ده چې افغانان د ټاکنو او رایو ورکولو له حق څخه محروم کړي. د دې ترڅنګ د ولسمشر غني په مشرۍ پرون په ارګ کې چې کومه غونډه شوې وه، په هغه کې هم د ټاکنو د امنیت پر تامین او نورو اړوندو مسایلو بحث او ټینګار شوی ، نو له دې معلومېږي چې ټاکنې حتمي وې او حتمي شوې.