افغانستان څنګه باثباته کېدای شي؟

باثباته افغانستان د ټولو افغانانو هیله ده، ځکه چې باثباته افغانستان هم زموږ او هم د سیمې د هیوادونو او نورو ملتونو په ګټه دی، خو پوښتنه داده چې افغانستان به څنګه باثباته کېږي، یا ثباته څنګه راځي، همدا پوښتنه مې کلونه وړاندې د ولسمشر غني مخته کېښوده، هغه ویل: ”ثبات له اشخاصو نه راځي. ثبات له بنسټونو راځي، زموږ دودیزو بنسټونو کار وکړ. نوي بنسټونه مو نه دي جوړ کړي. نیمه تمام کورونو غوندې دي. د نويو بنسټونو په نوم مو ډېر تهدابونه جوړ کړي دي چې هغه په خندقو بدل شوي دي، نو اول بنسټونه دي چې افغانستان دې د هغسې بنسټونو څښتن شي چې د هغو په اساس په هر نسل کې بېرته د امان الله خان پروژې ته لاړ نه شو.

دویم افغانستان د اسیا څلور لاره ده او زه غواړم افغانستان هغه افغانستان وي چې د نړۍ ټول نظریات افغانستان ته راشي او بېرته نړۍ ته خپاره شي،ځکه موږ حلقه یوو. که موږ نه وای هندي اعداد چې د عربي اعدادو په نامه یاد دي، نړۍ ته به نه وای رسېدلي. موږ باید په دې پوه شو چې افغانستان د ډېرې لویې پوهې مرکز وو. بلخ له بغداد څخه کم نه وو یوازې موږ په ځان پوه نه وو.

دریم هغه افغانستان چې بیا البیروني په کې بیدا شي. زر کاله مخکې البیروني قطر د دنیا ډېر دقیق سنجولی وو او د افغانستان په هر ښار کې یې د قبلې مبارکې لوری ټاکلی. دومره یې په انسان باور درلود زر کاله مخکې یې چې کتاب په هند باندې لیکلی او یا یې په جنتریو باندې لیکلی ټوله دنیا کې نن مرکز د تحقیق دی.“

نوموړي د خپل ځواب په دوام زیاته کړه: ”بله برخه د افغانستان داده موږ یو ژوندی ولس یوو. د دې ژوندي ولس بافت ډېر عجیب دی. هیڅ برخه د افغانستان نه وه چې د یو امپرارتوري مرکز نه وو او هیڅ قوم د افغانستان نه دی چې څو سوه کاله یې حکومت نه وي کړی،نو ځکه افغانستان کې باید یو مساوات وي. نه دې څوک زیاتی وکړي او نه دې څوک چاته کم وایي.

بل زه افغانستان کې یم، زه نوي نسل کې یم له ځانه لس چنده زیات استعداد غواړم، ځکه دوی ته ښه زمینه برابره ده. ما چې یو کتاب پیدا کاوه ټول افغانستان کې څو زره کتابه وو اوس دوه سوه زره کتابه دي. دوه سوه زره ته فکر وکړه په دېرش ملیونه نفوس کې. مګر دا نوې طریقې انټرنیټ او دې لاره برابره کړې. نو زه غواړم چې یو نوی نسل وګورم چې د سیمې او نړۍ په کچه وځلېږي او زه باور لرم چې داسې نسل راشي، دا وطن د ټولو کور کېږي. همغسې چې د اسیا زړه دی نه یوازې له اقتصادي پلوه باید د اسیا زړه وي، بلکې باید له فکري پلوه د اسیا زړه وي او دا وخت غواړي، لکه که د چارمغز ونه کېږدي، نو وخت اخلي په پنځه کاله کې حاصل نه ورکوي، مګر مڼه او زردالو یې ورکوي. اما دلته زموږ او ستاسو بنیادي فکر باید دا وي چې موږ او تاسې له سل څخه تر زر کاله پورې مسوولیت لرو. او دې چوکاټ کې زه غواړم یو چوکاټ د افغانستان وي، تحول به په کې دوامدار وي، اما په چوکاټ کې به داسې ثبات وي د بنسټونو له نظره چې هر نسل وکړی شي د تېر نسل په اوږو وچت شي، نه دا چې بېرته ولوېږي“.