د پاکستان یوه بله هیله هم د سمندر لاهو شوه 

روهي( یوه نۍ/۲۹ د غوایي )، د پاکستان د ګیس او تېلو ذخایرو وزارت وایي چې دوي د کراچۍ به سمندر کې ۵۵۰۰ متره په اندازه برمه کاري وکړه خو تېل یې پیدا نه کړل.
 

عمران خان ( د پاکستان لومړي وزیر ) څه وخت مخکې پاکستانیانو ته مبارکي ورکړې وه چې د کراچۍ په سمندر کې د اسیا په کچه لویې د تېلو او ګیس ذخیرې شته.
 

پاکستان د نن څخه لس کاله مخکې هم یو ځل په همدې ځای کې کوښښ کړی و چې په هغه وخت کې هم ناکام شوی و.