
فلکلوریکه کیسه اوکه دانګلیسې ژبې ادبي مطلب ؟
یادونه : دغه ادبي مطلب له نېږدې څلورکاله دمخه زماد (شمس خوستي)په نومي وېبلوګ خپورکړی ؤچې پرون مې دګلپاڼې په نوم سره اوبپاڼه خلاصه کړه نوهمدغه مطلب مې دعزت الله نوم دفولکلوریکې کیسې ترسرلیک لاندې ،اوهمداراز داجمل اندپه وېبلوک چې لیکوال یې ورسره ندی لیکلی ښایې اجمل اندپخپله لیکلي وي،هم دفلکوریکي کیسې په نوم د(دمینې او وخت) ترسرلیک همدغه مطلب خپورکړیدی .
عجبه خوداده چې مادغه مطلب له انګلیسي څخه وژباړه اودبیامې خپور کړ خو دوی دواړو دفلکلوریکې کیسې په نوم سره خپورکړیدی ،نه پوهېږم چې دادپښتوژبې فویکلوریکه کیسه چې پخواموږنه ده اوریدلې او انګریزانوله پښتوڅخه انګریزي ته ژباړلې اوکه دغه به دانګریزي ژبې ادبي مطلب وي چې ما وژباړه اوله هغې وروسته یې دادی اوس دفولکلوریکوکیسوپه لیکه کې وینم .
خوچې هرڅنګه وي، دادی زه دلته همغه انګلیسی متن او ژباړه یې ،بیاهم خپروم ،لوستونکي به یې وګوري چې دا یوه فلکوریکه کیسه چې موږپه پښتوژبه کې له مخکې لرله اودوی اوریدلې ده اوکه دانګریزې ژبې یوادبي مطلب ؟
لومړۍ ژباړه وګوری ورپسې انګلیسي متن .
مينه او وخت
دمينې الهامي كيسه
يووخت داسې پېښ شول چې احساسات (خوښي،خپګان،پوهه،اونوردمينې په ګډون)په يوه جزېره كې اوسېدل.
يوه ورځ دوى ته اعلان وشو،دغه جزېره چې دوى پكې اوسي ډوبيږي .نولدې امله تاسوټول(بې له مينې ) دځانولپاره كښتۍ جوړې كړى اولدې ځايه ځانونه اوباسۍ .
مينه يوازې پاتې شوه اوغوښتل يې چې پدې سختوشرايطوكې تركومه چې امكان وي تر وروستۍ شيبې پورې پاتې شي .
کله چې جزېره ډوبېده نومينې پرېكړه وكړه چې له يوچامرسته وغواړي .
بډاينه ، په لويه كښتۍ كې روانه وه ،مينې ورته ووې چې ماهم په كښتۍ كې درسره يوسه ،بډاينې په ځواب كې ورته ووې چې زماكښتۍ له سرواوسپينوزروډكه ده ،ځاى پكې نشته .
غرورهم په يوه لويه كښتۍ كې روان ؤ،مينې هغې ته ووې ،غروره ! لطفاَ ماسره مرسته وكړه .
غرورځواب وركړچې زه له تاسره مرسته نشم كولى ، ځكه چې تۀ ټوله لونده يې ،لدې امله ښايي زماكښتۍ ته تاوان ورسوې .
په همدې ډول يې له خپګان څخه هم مرسته وغوښته ،خوخپګان ورته ووې چې هاى هاى مينې ، زه ډېرخپه يم ، لدې امله زه اړيم چې له ځانه سره يوازې وم .
كله چې خوښي دمينې ترڅنګ تېرېدله نوهغه دومره خوښه وه چې دمينې دمرستې غوښتنې غږيې هېڅ ترغوږنشو.
(مينه چې له ټولوڅخه مايوسه شوه) نڅاپه يې دچاغږ واورېد: راځه مينې ،زه به دې له ځانه سره يوسم ،داغږدزړښت ؤ،مينې له ډېرې خوښۍ څخه دېته هم پام نشوچې چېرې ورسره روانه ده ، كله چې دوى وچې ته ورسېدل ، زړښت پخپله لارترې لاړ،ځكه چې هغې ته ورپه زړه شول چې هغه ډېرپوره وړى دي .
مينې يوبل زړښت وپوښت چې له ماسره چامرسته وكړه ؟
دويم زړښت (پوهه) وه،پوهې ځواب وركړ،هغه لومړنى زړښت وخت ؤچې له تاسره يې مرسته وكړه .
مينې ووې :وخت ؟ وخت له ماسره ولې مرسته وكړه ؟
پوهه مسكه شوه ،په پوره هوښ يې ځواب وركړ : ځكه چې يوازې وخت پدې دپوهېدنې وړتيالري چې مينه څومره ارزښتناكه ده .
Inspirational love stories - Love and Time
Once upon a time, there was an island where all the feelings lived: Happiness, Sadness, Knowledge, and all of the others, including Love. One day it was announced to the feelings that the island would sink, so all constructed boats and left. Except for Love.
Love was the only one who stayed. Love wanted to hold out until the last possible moment.
When the island had almost sunk, Love decided to ask for help.
Richness was passing by Love in a grand boat. Love said,
"Richness, can you take me with you?"
Richness answered, "No, I can't. There is a lot of gold and silver in my boat. There is no place here for you."
Love decided to ask Vanity who was also passing by in a beautiful vessel. "Vanity, please help me!"
"I can't help you, Love. You are all wet and might damage my boat," Vanity answered.
Sadness was close by so Love asked, "Sadness, let me go with you."
"Oh . . . Love, I am so sad that I need to be by myself!"
Happiness passed by Love, too, but she was so happy that she did not even hear when Love called her.
Suddenly, there was a voice, "Come, Love, I will take you." It was an elder. So blessed and overjoyed, Love even forgot to ask the elder where they were going. When they arrived at dry land, the elder went her own way. Realizing how much was owed the elder,
Love asked Knowledge, another elder, "Who helped me?"
"It was Time," Knowledge answered.
"Time?" asked Love. "But why did Time help me?"
Knowledge smiled with deep wisdom and answered, "Because only Time is capable of understanding how valuable Love is."