روهي (يوه نۍ/۲۹ د غوايي)، ای سي سي يا د کرېکت نړيوالې شورا په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې د انګلستان په کوربتوب د کرېکټ په سږني نړيوال جام کې لومړی مقام ګټونکې ډله به ۴ مېليونه امريکايي ډالر تر لاسه کړي.
دغه شورا ويلي دي چې دويم مقام ګټونکې ډلې ته دوه مېلېونه امريکايي ډالر جايزه ورکول کيږي.
د کرېکټ په سږني نړيوال جام کې د افغانستان په شمول ۱۰ ډلې لوبيږي، چې د روانې مې مياشتې په ۳۰مه نيټه يې لوبې پيل او د جولای تر ۱۴مې نېټې دوام کوي.
وروستي