
يوازې يو څو بېلګې:
د ۱۳۸۴ كال د ولسي جرګې په ټاكنو كې له غزني ولايت څخه يوه ايرانۍ ښځه عالم شاهي ولسي جرګې ته لاړه. رسنيو په دې اړه رپورټونه خپاره كړل، د كورنيو چارو وزارت، د افغانستان ملي امنيت او نورو اړوندو اورګانونو په دې اړه مؤثق لاسوندونه او شواهد راټول كړل او د ټاكنو خپلواك كمېسيون، بيا ولسي جرګې ته ولېږل چې دغه ښځه افغانه نه ده، نو په ولسي جرګه كې د خلكو وكيله نه شي پاتې كېدى، خو ايران د هغو ناقونونه او تورو پيسو په زور چې حامد كرزي او د ده دفتر ته يې نغدې وركوي، دغه ښځه تر پايه پورې په ولسي جرګه كې وساتله.
***
تېر كال چې حامد كرزى د انتخاباتو په پاى كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د افغانستان د جمهوري رياست لپاره بريالى اعلان كړ. همدغه مهال په كابل كې د ايران سفير د كابل په ارګ كې د عمر داودزي په وسيله د حامد كرزي تر غوږونو پيغام ورساوه چې بايد په كابينه كې عبدالكريم خرم د وزير په حيث ولسي جرګې ته معرفي نه شي.
د ايران سفير ته ډاډ وركړل شو چې عبدالكريم خرم به د وزير په حيث ولسي جرګې ته نه معرفي كوي. خو د ايران سفير موضوع د عمر داودزي له لارې څارله، ځكه به نو كله د خرم نوم د كابينې په لېست كې شامل شو او كله به ترې ووېستل شو. په پاى كې د ايران سفير په څرګند پيغام سيد مخدوم رهين په كابينه كې شامل شو او بيا يې په ولسي جرګه كې د هغو پيسو په وسيله د سيد مخدوم رهين لپاره كمپيان وكړ چې حامد كرزي دفتر ته يې له كوم قرارداد او قانوني لارې پرته نغدې وركولې.
***
د روان كال د جون په پاى او د جولاى په پيل كې هرات او فراه ولايتونه ته لاړم. هلته په دواړو ولايتونو كې خلكو د يوسف نورستاني غورې او صفتونه كول. له چا سره به مې چې خبره كوله نو د والي نوم به يې په خوله و او ويل به يې چې د كار سړى دى، په هرات كې يې كار وكړ، عالم، حليم او برده باره انسان دى. خو دغه عالم، حليم او د كار سړى بيا يو ناڅاپه له كاره ګوښه شو. ولې؟
يوسف نورستان په هرات كې د ايران كونسل ته ويلي وو: كونسله، پښې دې له بړستنې مه باسه او د بړستنې په اندازه يې غځوه.
ايراني كونسل ورته وويل: ته چې كوم كارونه كوې، د ايران ګتو ته هم پاملرنه كوه له موږ څخه مشوره اخله.
يوسف نورستاني په قهر ورته وويل: افغانستان يو خپلواك هېواد دي، زه د خپل هېواد د ګټو ساتندوى او مدافع يم، زه د خپلو خلكو لپاره كار كوم او د خپل جمهوررئيس د اوامرو پر اساس كار كوم.
- جمهور رئيس دې بيا زموږ په اوامرو كار كوي.
يوسف نورستاني د دې خبرې په اورېدو قهرجن شو او كونسل يې له دفتر وويست.
كونسل چې خپل دفتر او استوګنځي ته لاړ، نو لاس په كار شو او د ايران د هغو پيسو په زور يې يوسف نورستاني د همدې ورځې په سبا له دندې ګوښه كړ. چې په ناقونوني ډول يې پتې د حامد كرزي دفتر ته وركولې. د دغو پيسو د خيانت لړۍ هغه وخت رسوا شوه چې نيويارك ټايمز په دې اړه رپوټ خپور كړ.
***
سږ كال امروز ټلوېزيون هم د هغو پيسو په زور بند شو چې ايران يې د حامد كرزي او د ده دفتر ته كږو لارو وركوي.
***
د روان كال د ولسي جرګې په ټاكنو كې يوه ايرانۍ له نيمروز ولايت څخه ولسي جرګې ته بريالي كړاى شوې ده، دغه ښځه به هم د ايران د هغو ناقوني پيسو په زور ولسي جرګې ته لار پيدا كوي چې ايران يې له كوم قرارداد او اعلان پرته په پټه د حامد كرزي دفتر ته وركوي.
***
هغو ناقانونه كارونه ته چې ايرانيان، د ايران سفارت او كونسلګرۍ يې په افغانستان كې ترسره كوي او نيويارك ټايمز ورته اشاره كړې وه، زه يې دلته بيا بيا نه تكراروم.
حامد كرزي وايي چې نيويارك ټايمز ځكه دغه رپورټ خپور كړ چې زما اداره له امريكايانو سره د امنيتي كمپنيو په اړه مشكلات لري او د يوه فشار وسيلې د كارولو لپاره يې دغه رپورټ خپور كړ او عمر داودزي يې هدف وټاكه. دا يې هم زياته كړه چې نيويارك ټايمز د خپلو ملي ګټو لپاره كار كوي، افغاني مطبوعات او رسنۍ هم بايد دغه كار وكړي.
عجيبه منطق، د حامد كرزي اقرار افغانان په ملي هويت بې باوره كړي چې حامد كرزي له ايران څخه نغدې پيسې اخلي او دغه نغدې پيسې د ده د دفتر مامور عمر داودزي ته وركول كېږي. دغه كار به په افغانستان كې نور څومره اداري فساد ته لاره اواره كړي او افغانان به څومره بې باوره كړي.
حامد كرزي او د ده دفتر مامورينو افغانستان يو ځل بيا د لويې لوبې سټېج كړ. پر دغه سټېج ايران، روسيه، چين يوې اړخ ته او له څلوېښتو ډېر هغه هېوادونه چې پوځيان او ملكي مامورين يې په دندو بوخت دې بلې غاړې ته دغه لوبه كوي.