چین کې د یو دېوال غورځېدو له کبله ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي( نۍ/۲۸ د غوایي )، د چین په شنګھائی ښار کې د یو دېوال د غورځېدو له کبله ۱۰ مزدوران وژل شوي او ۲۵ نور بیا ژوبل شوي دي.
 
 
د چینایي رسنیو له قوله چې دېوال باندې مزدوران په کار کولو اخته وو چې دېوال وغورځېد .
 

د روان کال مارچ میاشتې د چین په ین چینګ ښار کې په یوې فابریکې کې اور لګېدلی و چې ۴۷ چینایي وګړي په وژل شوي وو او تر ۶۰۰ پورې نور په کې ژوبل شوي هم وو.