
روهي( نۍ/۲۸ د غوایي )، دا وخت جاپان هېواد پاسپورټ د نړۍ ترټولو غوره پاسپورټ دی چې بغیر له وېزې څخه ۱۹۰ هېوادونو ته ورباندې تګ کېدلی شي.
دا سروې د ( هینلی پاسپورټ انډیکس ) وېبسایټ له خوا ترسره شوې ده چې په دویمه درجه کې سنګاپور اور جنوبی کوریا پاسپورټونه دي چې ۱۸۹ هېوادونو ته ورباندې بغیر له وېزې څخه تګ کېدای شي په همدې ترتیب جرمني درېم ځای لري چې ۱۸۸ هېوادونو ته یې وېزه وړیا ده او سفر ورباندې کېدای شي.
امریکا په دغه لېست کې ښه ځای نه دی خپل کړی او د امریکا په پاسپورټ باندې ۱۸۵ هېوادونو ته تګ کېدای شي او په همدې ترتیب پرتګال، آسټریا، نیدرلینډ، ناروې اور لنددن هم په خپل خپل نمبر ځای خپل کړی دی.
چین هېواد په دغه لېست کې ۶۹ نمبر ځای خپل کړی دی او ۷۴ هېوادونو ته یې پاسپورټ لرونکي تګ کولی شي.
هینلی پاسپورټ انډیکس د سروې له مخې هندوستان هېواد ۷۹ نمبر خپل کړی دی او پاسپورټ لرونکي یې ۶۱ هېوادونو ته تګ کولی شي.
پاکستان په دغه لېست کې د ۱۹۹ هېوادونو څخه ۱۹۵ نمبر کې ځای لري او پاسپورټ لرونکي یې یواځې ۳۳ هېوادونو ته تګ کولی شي.
د پاکستان وروسته سومالیه، شام، افغانستان او عراق ځای لري.