د پیسو ثبات د اقتصاد په علم کې یو له مهمو مسایلو څخه ګڼل کيږي ،په پیسو کې تغیرات یا نوسانات د عرضې او تقاضا پورې اړه لري د پيسو ثبات د اجناسو او خدمات د تعادل له مخې رامینځته کيږي که د اجناسو ، خدماتو او د پیسو د عرضې تر منځ تعادل له منځه لاړ شي نو پيسې خپل ثبات له لاسه ورکوي د پیسو د ثبات د بیرته ترلاسه کولو لپاره باید یو شمیر تدابیر او اقدامات ترسره شي چې د پیسو سیاستونه ورته وايي. د پيسو سياست د يوې وسيلې په توګه د هېواد د چارواکو يا موسساتو په واک کې وي چې د قانون لمخې د دولت دنده ګڼل کېږي.د پيسو ارزښت له دوو لارو څېړل کيږي : 1. د پيسو کورنی ارزښت 2. د پيسو بهرنی ارزښت د پیسو کورنۍ یا حقیقي ارزښت هغه ارزښت دی چې د یو واحد کورنیو پیسو په مقابل کې څومره اجناس او خدمات ترلاسه کیږي . یانې د پیسو کورنۍ ارزښت د عرضه شویو پیسو او عرضه شويو توکو او خدماتو ترمنځ تعادل دی کله چې د یوه په عرضه کې تغیر راشي نو پيسې ثبات له لاسه ورکوي د عرضه شويو پيسو او عرضه شويو توکو ترمنځ اړيکه معکوساً متناسبه ده دا په دې مانا، که د پيسو په ټوليز مقدار کې زياتوالی راشي او توکي ثابت وي؛نو د پيسو ارزښت راښکته کېږي او د توکو قيمتونه لوړېږي نو کله چې د پیسو کورنۍ ارزښت راکم شي هغه خلک چې عاید ثابت وي ډیره زیان سره مخامخيږي. د پیسو بهرنۍ ارزښت هغه ارزښت ته وايي چې د یو واحد کورني پیسو په مقابل کې څومره بهرنۍ پیسې ترلاسه کوي . چې د یو هیواد د تادیاتو په بیلانس پورې اړه لري. د تادياتو بيلانس: د نړۍ له نورو هېوادونو سره د يو هېواد د اوسيدونکو ټولې اقتصادي راکړې ورکړې چې په يو ټاکلي وخت کې يې ترسره کوي، په منظم ډول ثبتيږي د تادیاتو په بیلانس کې د سوداګرۍ بیلانس کسر زیات وي نو د پیسو ارزښت هم ټيټ وي. د پیسو بهرنۍ ارزښت له دریو لارو ټاکل کيږي ثابت نرخ : دا ډول نرخ د هیواد د مرکزي بانک له خوا د اسعارو په وړاندې ټاکل کيږي په دې مانا چې د بهرنیو اسعارو د کورنیو پيسو ارزښت ثابت وي . دویم ازاد نرخ: دا ډول نرخ د کورنیو او بهرنیو پیسو ته د عرضې او تقاضا پر اساس ټاکل کيږي . دریم مدیریت شوی ازاد نرخ : دا ډول نرخ تر یو بریده ازاد وي خو کله چې ډیر تغیرات په کې راشي نو مرکزي بانک بیا مداخله کوي او نرخ تر خپل کنټرول لاندې راولي. ډيرو هېوادونو ته د پيسو بهرنی ارزښت ډير د پام وړ نه وي په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې خپل توليدات ولري او په وارداتو تکيه ونه لري خو هغه هېوادونه چې په وارداتو تکيه لري هلته خلک ډير اغيزمن کیږي د هېوادونو اسعاري زيرمې ورسره کميږي او د پيسو کورنی او بهرنی ارزښت ورځ تر بلې ټيټيږي. ښه مثال افغانستان دی. د پيسو سياست، يوازې د پيسو په حرکت پورې نه شو تړلی ټولنيز حالت هم بايد وڅېړل شي همدرانګه د هېواد سياسي او نظامي حالت چې د پيسو د ارزښت په ټاکلو کې فرعي وسيلې دي، بايد په نظر کې ونيول شي. پورتني عوامل د اقتصاد په علم کې د اخباري قيمتونو په نامه يادېږي او په پرمختيايي هېوادونو کې ډېر تر سترګو کېږي. په پرمختيايي هېوادونو کې سياسي تغير او ټولنيزې ستونزې دومره ډېرې وي چې پر يوه دايمي پديده بدلېږي او حتأد قانون بڼه اختياروي چې دغه تغير په ډېره جدي توګه د پيسو پر ارزښت اغېزه لري . ډېری وخت دغه اغېز د توکو د ټوليز مقدار او د پيسو د ټوليز مقدار له تغيره هم ډېر وي. د پيسو بهرنی ارزښت هم له دغو عواملو اغېزمنېږي. د نړۍ په هر کونج کې انقلابي خوځښتو او د يوه هېواد تېري کوونکي حالات د پيسو پر ارزښت مستقيم اغېز لري .همدارنګه په يوه ځانګړي اقتصادي حوزه کې د هېوادونو دښمنانه سياستونه هم ډېر اغېر لري چې په دې برخه کې د ګاونډيو د بېوزله کولو سياستونه ډېر د بحث وړ دي. کله چې د یو هیواد د پیسو بهرنۍ ارزښت ټیټ وي نو اسعاري زیرمې کميږي په ځانګړي توګه وارداتي هېواد لپاره په همدې ډول که چیرته یو هېواد وارداتي وي او پیسې بهرنۍ ارزښت له لاسه ورکړي نو کورنۍ ارزښت هم ورسره کميږي چې بیا هم ثابت عاید لرونکي زیان کوي. یوه خبره د یادونې وړ ده چې د پیسو لپاره لوړ یا ټیټ ارزښت مهم نه دی مهم دا دی چې کوم حالت د هېواد په ګټه دی په ټولیزه توګه هغه هیوادونه چې د ډير صادرات لري د تیوري له مخې یې باید د پیسو ارزښت لوړ وي خو په حقیقت کې ډا ډول هیوادونه هڅه کوي چې د خپلو پیسو ارزښت ټیټ وساتي تر څو ډیره ګټه ترلاسه کړي په همدې ډول هغه هیوادونه چې واردات یې ډیر وي د تیوري په لحاظ یې باید د پیسو ارزښت کم وي خو دا ډول هیوادونه هڅه کوي څو د پیسو ارزښت لوړ وساتي څو ډیر اجناس او خدمات ترلاسه کړي . د دې لپاره چې هيوادونه د پیسو مطلوب حالتونه رامینځته کړي له لاندې لارو چارو کار اخلي: یو ډول کرنسي له سیستمه ویستل:مانا دا، کله چي حکومت وغواړي د پيسو یو ډول قانوني بڼه له منځه یوسي او دا هله تر سره کېږي چې په ملي پيسو کې بدلون راشي،اوسنۍ پیسې له جریانه ویستل کېږي چې نوې پيسې یې پر ځای رامنځته کېږي. ځينې وخت هېوادونه ټولې پيسې په نویو پيسو تبدیلوي. دا کار ددې لپاره کوي چې له انفلاسیون سره مبارزه وکړي یا له فساد و جرم پاکې سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابرې کړي چې په نژدې وختونو کې په هندوستان کې همدا طریقه عملي شوه، که څه هم هغوی د نورو موخو لپاره دا لار وکاروله، خو هندوستان یې ښه بېلګه ده . د نوی کرنسۍ نشرول: تر ټولو شدیده لار چې موږ پرې په يو هېواد کې انفلاسیون کنټرول کړو، په هېواد کې نوې پیسې نشروي. ددې سیستم له مخې یو نوی نوټ د پخوانیو پيسو له څو دانو سره تبادله کېږي او له دې طریقې څخه هغه وخت ګټه پورته کېږي چې په هېواد کې ډېر شدید انفلاسیون شتون ولري او په دې وخت کې دا ډېره ګټوره لار ده؛ ځکه په دې وخت کې په هېواد کې د پیسو په اړه شدیده موضوع وي چې ښه بېلګه یې افغانستان و چې په کې په 2002 زېږدیز کال کې دا چاره ترسره شوه. د پور د کنټرول لار: په ټولیز ډول مرکزي بانک د پور د کنټرول لپاره له لاندې لارو کار اخلي: i. دودیزه (مقداري) طريقهQuantitative Methods : په مقداري طريقه کې مرکزي بانک د پورونو په مقدارکې زياتوالی او کموالی راولي چې په دې ډول ترې ګټه پورته کو a. د سود پاليسي:د سودي پاليسۍ له مخې کله چې مرکزي بانک غواړي د پيسو په عرضه کې کموالى راولي،د سوداګريزو بانکونو په پورونو کې د سود اندازه ډېروي او سوداګريز بانکونه هم د خپل سود اندازه ډېروي، چې عام خلک کم پورونه اخلي او د پيسو په عرضه کې کموالی راځي. ددې برعکس که مرکزي بانک وغواړي د پيسو په عرضه کې ډېروالى راولي په بانکونو کې د سود اندازه کموي چې ورسره بانکونه هم د سود اندازه کموي او عام خلک ډېر پورونه اخلي چې د پيسو په عرضه کې ډېروالى راځي. b. د ساتل شوې پانګې په اندازه کې بدلو:د سوداګريزو بانکونو د امانتونو يوه برخه له مرکزي بانک سره ايښوول کيږي.کله چې مرکزي بانک د پيسو په مقدار کې کموالى راولي، نود امانتونو د اندازې حد پورته کوي. له پورته کېدو سره د بانکونو د پور دورکړې قدرت کميږي چې د پيسو د عرضې د کموالي لامل ګرځي.ددې برعکس که مرکزي بانک د پيسو په ارزښت کې زياتوالى راولي نو د ساتل شوې پانګې په اندازه کې کموالى راولي چې ورسره د سوداګريزو بانکونو د پور ځواک ډېريږي او دپيسو په عرضه کې زياتوالی راځي. c. د ازاد بازار عملیات : د ازاد بازار د عملیاتو له مخې مرکزي بانک په بازار کې ارزښت لرونکي پاڼې پیري او یا یې پلوري. که مرکزي بانک وغواړي چې په بازار کې د پيسو عرضه ډيره کړي نو له بازار څخه ارزښت لرونکی پانې پیري او که وغواړي په بازار کې د پیسو عرضه کمه کړي نو په بازار کې ارزښت لرونکی پاڼې پلوري چې دې عمل ته د ازاد بازار عملیات. مرکزي بانک دا ګامونه د پولي سیاست د پلی کولول په موخه اخلي. d. د پولې حد ټاکل:په دې طريقه کې مرکزي بانک سوداګريز بانکونو ته د پور د ورکړې حد ټاکي چې سوداګريز بانکونه له دې حد څخه اضافه پور نشي ورکولای.که مرکزي بانک د پيسو په ارزښت کې ډېروالى راولي دغه حد لوړ وی او که کموالی راولي دغه حد کموي. کیفي (ټاکنیز وسایل) طريقهQualitative Methods: په دې طریقه کې مرکزي بانک په مخامخ ډول مقدار کې تغیر راولي بلکې دوی له پور سره تبعضې چلند ترسره کوي یانې صادرونکو ته لومړیتوب ورکوي نسبت واردونکو ته د اړتیاوو په نسبت هوساینې ته چې په دې طریقې سره پور ورکوونکی یا اخیستونکی اغیزمنوي. چې له لاندې وسایلو څخه کار اخیستل کيږي. 1. د اړتیا وړ پولې یاحد ټاکل Fixing Margin Requirements : د پور هغه برخه چې د بانک په وسیله نه تمویليږي او یا د پور هغه برخه ده چې پور اخیستونکی مقدار ډیر کړي تر څو د خپلې خوښې له مخې پور ترلاسه کړي. په دې حد کې تغیر کولای شي د پور په مقدار کې تغیر راشي دا لار هغه سکتورونه هڅوي چې اړتیا ورته شتون ولري او هغه سکتورونو چې اړتیا ورته کمه وي یا کمې هڅونې ته اړتیا لري، مقدار یې لوړوي او هغوی چې هڅول کېږي، مقدار یې کمېږي. 2. د مصرفوونکو د پور مقرراتConsumer Credit Regulation: دا مقرره د مصرفوونکو د اخېستلو په توان کې کموالی يا ډیروالی راولي او پر هغو توکو اغېز کوي چې په قسطونو اخېستل کېږي.کله چې د پیسو په عرضه کې کموالی راولي، د شیانو د اخېستلو شرایط سختوي. 3. تبلیغاتPublicity: دا یوه بېله چاره ده چې د مرکزي بانک له خوا تر سره کېږي، په دې چاره کې مرکزي بانک بېلا بېل راپورونه خپروي او وايي چې کوم څه په سیستم کې ښه دي او کوم بد دي چې د سوداګریزو بانکونو لپاره دا لار ښوونه کوي چې په کوم سکتور کې پانګونه وکړي. په اونیز یا میاشتني ډول دا راپورونه خپريږي چې دا معلومات خلک او بانکونه دې ته هڅوي چې خپل وسایل په ښه ډول سره وکاروي. 4. د پور نسبت ټاکلCredit Rationing: مرکزي بانک سوداګریزو بانکونو ته د پور د ورکړې نسبت ټاکي او سوداګریز بانکونه له ټاکلي نسبت څخه د ډير پور د ورکړې اجازه نه لري. 5. اخلاقي ښوونهMoral Suasion: ددې طریقې له مخې مرکزي بانک جدي عمل د سوداګریزو بانکونو په وړاندې نه ترسره کوي، خو د سوداګریزو بانکونو لپاره ځينې لارښوونې کوي چې د پور په عرضه کې (په ځانګړي توګه د پيیسو د پړسوب په وخت کې) له احتیاطه کار واخلي. 6. مستقیم یا نیغ ګامونهControl Through Directives: کله چې سوداګریز بانکونه د مرکزي بانک په لار ښوونه عمل نه کوي،مرکزي بانک د سوداګریزو بانکونوپه کارونو کې نيغ په نيغه لاسوهنه کوي او هغوی له پور ورکولو منع کوي او د هغوی پر بيلونو(برآتونو) تخفیف هم نه لګوي.همدارنګه مرکزي بانک سوداګریز بانکونو ته نېکې مشورې ورکوي،چې له غلطو کړنو ډډه وکړي. 7. پور بندولNo Credit: په ځینو ځانګړو اقتصادي شرایطو کې چې د هېواداقتصادي وضعه له ستونزو سره مخ وي، مرکزي بانک سوداګریزو بانکونو ته لارښوونه کوي چې تر یو ځانګړي حد پورې پورونه ورکړي، دغه پابندي په ناوړه اقتصادي شرایطو کې لګول کېږي. اوس راځم افغانیو ته چې د هیواد ملي پیسې او د هیواد د ملي هویت څرګندوي په دې وروستیو کې ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې په ځانګړې توګه د امریکايي ډالرو په وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی چې عوامل یې په لاندې ډول دي : · په هيواد کې د اسعارو چلښت · د سوداګرۍ بیلانس کسر · له هیواد څخه اسعار قاچاق · د مافیا په لاس د ډالرو جمع کول · له هیواد څخه مهاجرت · راتلونکې په اړه بد بیني · سیاسي بې ثباتي · اقتصادي بې ثباتي · په نغده ډول د سوداګرۍ ترسره کول · غیرې رسمي سوداګري · د بانکي سیستم څخه به غیر سوداګري کې تادیه · په افغانیو بې باوري · د مالي شمولیت کمښت · په بهرنیو اسعارو نه کنټرول · په افغانیو د پانګونې کمې موقې · د پیسو د کنټرول محدود وسایل · د ارزښت لرونکي پاڼو نه نشر · د ګاونډیو هیوادونو دښمنانه سیاستونه · د قوي مالي سیستم نه شتون · د بهرنیو اسعارو د لیلام کمښت · په نړیوال بازار کې د ډالرو د ارزښت لوړوالی · په اسعاري معاملو د د حدودیت نه شتون د پیسو د ثبات لپاره باید لاندې لارو چاورو څخه کار واخیستل شي : · د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره باید په لویه کچه یانې د ملي اقتصاد په کچه پلان ونیول شي چې په دې کې د ماليې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنۍ وزارت،کانونو وزارت ، سوداګرۍ او صنایعو وزارت ، اوبو او بريښنا وزارت،په افغانستان کې د خصوصي پانګې اچونې اداره او د افغانستان بانک سره راټول د هېواد اساسي اقتصادي ستونزې سره مطرح ، پلان جوړ او د هغې له مخې خپلې کړنې ترسره کړي یانې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې سره راټولې په لویه کچه د هېواد د اقتصادي سرچینو په نظر کې نیولو سره د اقتصادي پرمختګ لپاره پالیسي جوړه کړي په همغږې مخ ته یوسي تر څو په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي. · په هېواد کې تولې راکړې ورکړې (کاروباریان، صرافان، دولتي ادارې،د ځمکو اخیستل ،خرڅول ،کرایه ګروي او عامو وګړو باید په خپلو چارو کې افغانۍ وکاروي · د افغانۍ د کاورنې ساحې پراخول، · يوازې په ډالرو تکیه نه کول، · د بازار د اړتیا سره سم د پیسو نشرول، · په لویو قراردادنو کې د افغانیو کارول، · پر بهرنیو اسعارو بنديز یوازې د افغانستان بانک او جواز لرونکو له خوا د تبادله صورت نیول، · ، له هېواده د بهرینو اسعارو وتل مخنیوی، · په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانیو کارول، · د پیسو د مناسبو سیاستونو کارول، · د سوداګریز بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې څار او د بازار د اړتیا پر اساس يې کمول او زیاتول تر څو په هيواد کې د پیسو مطلوب حالت رامنځته شي. · د بهرنیو اسعارو د چلښت مخنیوی، · د بازار د اړتیا سره سم د ازاد بازار عملیات ترسره کول، · په اسعاري معاملو مالیې لوړول، · د مالي سیستم پراخیتا، · د مالي شمولیت لوړول، · په افغانیو د ارزښت لرونکو پاڼو نشرول، · د پیسو د کنټرول د وسایلو ډیرول، · د اسعارو د د قاچاق مخینوی، · فساد مخنیوی، · د اسعارو تقاضا باید د موسم سره سم برابر شي لکه د حق په موسم کې ډالرو ته، · مالیې وزارت باید په افغانیو ارزښت لرونکي پاڼې نشر شي، · موږ باید بهرنیو اسعارو بازار جوړ،ښه مدیریت شوی د پیسو او پانګې بازارونه، · نړیوال اقتصادي وضعیت باید په مکرر ډول وکتل شي او خپله وده باید وګورو، · په نړیوال بازار کې باید په متواتر ډول د ارزښت لرونکو توکو قیمتونه و څارو، · د تادیاتو قوي داخلي سیستم چې باید افغانۍ وکاروي، · مالي شمولیت ټول خلک باید د افغانستان بانک په مرسته مالي سیستم کې داخلي شي او خلک باید پوه شي، · د کورنیو پیسو سرعت باید لوړ شي تر څو په کورنیو معاملات کې ترې ګټه پورته شي، د پورتینو کړنو د اجرا لپاره د افغانستان بانک په مشرې ټولې مسولې ادارې سکتوري وزارتونه او امنیتي وزارتونه ارګانونه په ګډه کار ترسره کړي ځینې نوي قوانین جوړ او تر څنګ یې د کورني تولید د پیاوړتیا په موخه یو اوږد مهاله پلان جوړ او عملي چې څو د افغانیو د ناورین مخنیوی وشي.
وروستي