د پاکستانۍ کلدارې لوېدنه؛ نن جمعه يو امريکايي ډالر ۱۵۰ کلدارې

روهي (جمعه/۲۷ د غوايي)، په پاکستان کې د اقتصادي بحران له پيل د دغه هېواد ملي پيسه کلداره د امريکايي ډالر پر وړاندې خپل ارزښت راکموي. نن جمعه يو امريکايي ډالر په ۱۵۰ پاکستانيو کلدارو خرڅېدو.

له دې وړاندې هم پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت د ډالر او نورو بهرنيو اسعارو پر وړاندې راټيت کړی وو، خو بي سارې ډول يې نن ورځ ارزښت تاريخي وو.

د يادونې ده چې په دې وروستيو ورځو کې افغانۍ هم خپل ارزښت د ډالر په مقابل کې را ټېټ کړی دی. د افغانستان بانک وايي چې هڅې يې پيل کړي دي ترڅو د افغان نرخ ثابت وساتي.