
روهي (جمعه/۲۷ د غوايي)، د اسيا په لويه وچه کې تايوان لومړنی هېواد شو چې د همجنسازانو (نارينه له نارينه؛ ښځينه له ښځنيه) سره واده کول يې قانوني چاره وبلله او نن ورځ يې تصويب کړه.
د تايوان پارلمان چې اکثريت غړي يې د ديموکراټيک ګوند څخه دي، د همجنسبازی واده قانون تصويب کړ. له دې وړاندې په اسټراليا او د نړۍ ځينو نورو هېوادونو کې همجنسبازي قانوني بلل شوې وه.
د پارلمان مخې ته په زرګونه تايواني وګړو لاريون کړی وو او د پارلمان د دغه پرېکړه تود هرکلی يې وکړ. تايوان په شمال ختيځه اسيا کې پروت هېواد دی، چې اکثريت وګړي يې بودېست مذهبه دي.