پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو قرضونو تر ټولو اوچت ځای کې قرار لري   

روهی( پنځه نۍ/۲۶ د غوایي )، پاکستان دا وخت د خپل تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو قرضونو تر ټولو اوچت ځای کې قرار لري چې دا قرضونه ۱۰۵ ملیارده ډالرو ته رسېږي.
 
 
تېر کال دا قرضونه ۹۴ ملیارده ډالر وو چې ۱۱ سلنه په کې لوړوالی راغلی دی چې پاکستان دغو قرضونو زیات ورخطا کړی دی.
 
 
دغه قرضونه د ځینو نړیوالو ادارو دي ( پیرس کلب، یوروسکوک بانډز او ایې اېم اېف ) شامل دي.