د قوې استعمال دې د دولت انحصار وي

په افغانستان کې غیر مسوول وسله وال هم یو افت دي او په ډېرو سیمو کې د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت پر وړاندې همدوی اساسي خنډ دي، ځکه دوی په خلکو ظلمونه کوي، خپله حکمراني چلوي، له خلکو باج اخلي او محلي مسوولین هم تهدیدوي، نو له دې امله باید د زورواکانو پر وړاندې جدي اقدام وشي.

لکه څنګه چې ولسمشر غني بار بار او په ټینګار سره ویلي دي چې د قوې استعمال باید یوازې او یوازې د دولت او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو انحصار وي. د یوه عصري دولت تر ټولو منلی تعریف د قانون واکمني ده، مګر په افغانستان کې چې ټول ملت او هر څوک د قانون د حاکمیت غوښتونکي دي، مګر د دې باوجود لا هم قانون هغسې چې باید حاکم وای نه دی تطبیق شوی او عمده دلیل یې غیر مسوول وسله وال او زورواکان دي.

سره له دې چې ولسمشر غني په دې برخه کې جدي دی او په تېرو څلور نیمو کالو کې یې د غیر مسوولو وسله والو او زورواکانو پر وړاندې د ولس په غوښتنه او ټینګار جدي اقدام کړی دی او ښه نتیجه یې هم په ځینو سیمو کې ورکړې، خو ستونزه داده چې ځینې زورواکان دېته قومي رنګ ورکوي او خلک راپاوري او هغوی ته داسې انګېزه ورکوي چې ګواکې له دوی سره قومي، سمتي او ژبنی تعصب او چلند کېږي او ځینې ساده زړي خلک د دوی مني او د حکومت د اقداماتو او اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه ایجادوي. لکه څنګه چې حکومت له ګڼو ننګونو او ستونزو سره همزمان لاس او ګرېوان دی، نو له دې امله په دې برخه کې له نرمي کار اخلي او تر هغو چې عامه ذهنیت د زورواکي او غیر مسوول وسله وال پر ضد نه وي، نو یوازې د حکومت اقدامات به هغسې نتیجه ورنه کړي لکه څنګه یې چې ولس توقع لري.

د قانون د واکمنۍ او حاکمیت نښې نښانې داډي چې په لومړي ګام کې د قوت استعمال ته چوکات جوړوي. یانې د خلکو پر وړاندې د وله والو ځواکونو د صلاحیتونو او مسوولیتونو حدود ټاکي، زور هغه مهال په یوه مشورع قوت بدلېږي چې د استعمال حدود او انسجام یې د قانون له خوا وضاحت ولري.

که نولسمې پېړۍ ته وګورو دا به راته څرګنده شي، چې په دې پېړۍ کې د دولت او قوت استعمال ورو ورو د قانون په چوکاټ کې راغی، خو د دواړو نړیوالو جګړو په ترڅ کې د قوت استعمال په ځینو اروپایي هیوادونو کې ناقانونه بڼه پیدا کړه. د دې قانوني پیل لومړی په روسیه کې وشو او وروسته په اسپانیا کې د کورنۍ جګړې له کبله ډېر ملکي وګړي و،ژل شول او په همدې ترتیب د فاشیزم او نازیزم له خوا په میلیونونو انسانان شکنجه شول.

د دې فجایعو دویمه برخه بیا په شلمه پېړۍ کې په جاپان او اروپا کې تکرار شوه خو په همدې وخت کې په تدریجي توګه د قوت استعمال قانوني بڼه ومونده او اوس د دې هیوادونو وګړو ته دا د باور وړ خبره نه ده چې ګوندې د دوی پوځونه دې د دوی پر ضد استعمال شي. افغانستان لا هم د قوې له نامشروع استعمال څخه ځورېږي او تر هغو چې دا موضوع قانوني نشي، نو دا ستونزه نشي هوارېدلی او د قانوني کېدو لپاره یې د غیر مسوولو وسله والو او زورواکانو پر وړاندې جدي اقدام او مبارزې ته اړتیا ده.