په دې وروستیو څو میاشتو کې د افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د یو شمېر ستونزو په اړه د ځینو لانجو خبرونه ورکړل شول، چې یو له هغو څخه د افغان ولسمشرحامد کرزي هغه فرمان و،کوم چې د خصوصي امنیتي کمپنیو د لمنځه وړلو په اړه یې صادر کړ، دا فرمان هله صادر شو چې د دغو کمپنیو پر ځینو ناقانونه کړنو لکه په ځینو تښتونو، قاچاق، چاودنو، غلاوو او داسې نورو پټو پېښو کې د لاس لرولو په تور په رسنیو کې راپورونه خپاره شول او د عامو افغانانو له خوا ترې په پرله پسې توګه شکایتونه وشول. په همدې اړه د لړم میاشتې پر څلورمه نېټه د مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ یوه تحللي ناسته جوړه کړه،چې دغه موضوع په علمي او اکاډمیک ډول وڅېړي او معلومه کړي چې ددغو کمپنیو تړل تر کومه بریده د امنیت په راوستو کې مرسته کولای شي .
دغه ناسته کې چې د محمود طرزي فکري بنسټ د کنفرانسونو په خونه کې جوړه شوې وه په کې د کورنیو چارووزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مسوول او د ډایاک د پروسې ریس جنرال عبدالرزاق امیري او د سیاسي چارو شننوکی اودغرجستان د لوړو زده کړو دموسسې استاد ډاکټر جعفر مهدوي ګډون کړی و.
جنرال عبدالرزاق امیري د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې تر اوسه ۵۲ امنیتي کمپنۍ د کار جواز لري او فعالیت کوي او ددغو کمپنیو د فعالیت جواز هر کال تمدیدیږي او سږکال تر اوسه ۳۹ کمپنیو جواز اخیستی او ۱۳ یې لا پاتې دي.
امیري زیاته کړه موږ د ولسمشر له فرمان سره سم د خصوصي امنیتي کمپنیو د منحلولو لړۍ په درو برخو کې پیل کړې، په لومړي پړاو کې هغه امنیتي کمپنۍ منحلووچې ناقانونه فعالیت کوي او په دې لړ کې مو۲۲ کمپنۍ چې ۱۶ یوازې په کندهار ولایت کې منحل شوي، چې پایله یې ښه وه او خلکو ډېره خوښي وښوده.په دویم پړاو کې هغه کمپنۍ منحلو چې قانوني جواز لري، خو په ځینو سرغړونو تورنې دي، په درییم پړاو کې به هغه کمپنۍ منحل شي، چې دم ګړۍ د سفارتونو، لویو اقتصادي پروژو او ډیپولماټانو ساتنه کوي.
امیري همدا راز وویل: موږ د امنیتي کمپنیو له مسوولینو سره خبرې کړي، ټول دې ته چمتو دي چې منحل شي او د نوموړو کمپنیو کاروکوونکو ته مو هم دا زمینه برابره کړې چې د شرایطو په لرلو سره په ملي پوځ او پولیسو کې جذب شي.
د غونډې دویم غړي ښاغلي مهدوي وویل: خصوصي امنیتي کمپنۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د هغو هېوادونو له قانون سره سم فعالیت کوي، خو په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو، د نشه یي توکو او لرغونو اثارو له قاچاق وړوونکو او همدا ډول نورو ناقانونه ډلو ټپلو سره د یادو امنیتي کمپنیو اړیکو خلکو ته ستونزې اواندېښنې پيدا کړي او اوس له خپلو دولتي مسوولینو څخه غواړي چې نوموړې کمپنۍ له منځه یوسي.
مهدوي زیاته کړه چې امنیتي کمپنۍ په خپله د ناامنیو یو لامل دی ځکه چې دوی هغه وخت خپلې امنیتي اسانتیاوې او هوساینې په خلکو پلورلای شي چې ناامني وي که په یوه هېواد کې امنیت وي ددوي خدمتونو ته څه اړتیا وي؟
مهدوي په نړیوالو هېوادونو غږ وکړ چې د افغان حکومت سره د ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وکړي د ملي پوځ او ملي پولیسو په روزلو کې دې رغنده ونډه واخلي چې امنیت ټینګ او ثبات حاکم شي.
همدا راز مهدوي وویل چې حکومت باید د بهرنیو سفارتونو اندېښنې په پام کې ونیسي او یو ګډ کمیسیون دې جوړ کړي چې په هغه کې د افغان امنیتي چارو او د نړوالو پوځونو غړي واوسي او دې لړۍ ته دې یو سم پروسیجر جوړ او یادې کمپنۍ دې له منځه یوسې او که له منځه یې نه وړي نو د دوی کارونه دې قانوني کړي.
غونډه چې رسنیو په کې پراخ ګډول کړی وه د خبریالانو په پوښتنو او د میلمنو په ځوابونو پای ته ورسېده.
د ۱۳۸۹ کال د لړم میاشتې څلورمه
د محمود طرزي فکري بنسټ
کابل - افغانستان
وروستي