محمود طرزي فکري بنسټ
مطبوعاتي پاڼه
۲۵سنبله ۱۳۸۹
کابل
په سیاست او مطبوعاتو کې پر عامه افکارو اغیز او مثبت یا منفي لوري ته دعامه ذهنیت رهبري یوه مهمه مسئله ده، ځواکمن هېوادونه ډېر ځله له استخباراتي، سیاسي او مطبوعاتي کړیو څخه په عامه ذهنیت کې د سمو یا ناسمو باورونو د رامنځ ته کولو لپاره کار اخلي. ګڼ هېوادونه ددې لپاره ځانګړي بنسټونه هم لري، چې په دې برخه کې د بهرنیو ناسمو لاسوهنو مخه ونیسي.
په افغانستان کې، له بده مرغه ، دغې مهمې پدیدې ته ډېر پام نه کېږي، حال دا چې ،ډېر ځله افغانستان د داسې اوازو او دروازو قرباني دی، چې د خاصو سیاسي اهدافو او یا هم په خاصو زماني واټنونو کې د فشارونو د اعمال لپاره رامنځ ته کېږي.
په وروستیو څو اونیو کې چې افغانستان له ګڼو سیاسي پرمختګونو، بې امنیو، پېښو او سیمه ییزو لاسوهنو سره مخامخ دی ددغه هېواد دتجزیې په اړه د غربي دیپلوماتانو او شنونکو بې مسؤلیته څرګندونې، او په دې برخه کې پر یو شمېر ملي ضد ډلو د اتکا آوازې تردې ورهاخوا په افغانستان کې د اداري فساد له موضوع څخه د سیاسي فشار راوستلو د یوې حربې په توګه کار اخیستنه او په وروستۍ څپه کې د کابل بانک د ماجرا را پورته کول یې عجیبې او د پام وړ بېلګې دي.
یو شمېر شنونکي فکر کوي چې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د کابل بانک د یوې اداري ستونزې غټول او له هغې څخه د یوې اقتصادي ماجرا د جوړولو هڅه د خاصو سیاسي اهدافو لپاره راوپنځول شوه.
د کابل بانک په رهبرۍ کې ادلون بدلون ددغه بانک په حساب لرونکو او دولتي مامورینو کې د اضطراب او پریشانۍ د رامنځ ته کولو تر بریده وغځول شوه اود افغانستان حکومت او خلکو ته یې بې شمېره اندیښنې رامنځ ته کړې.
ګڼ کتونکي په دې باور دي، چې هر کله د افغانستان حکومت د ملکي وګړو د وژلو په وړاندې غوڅ دریځ خپل کړی او یا یې د روانې جګړې په اړه په ستراتیژۍ کې د معقولو بدلونونو په راوستلو ټېنګار کړی دی او له افغانستانه بهر یې د ترهګرۍ د ځالو د ځپلو غوښتنه کړې ده نو په مقابل کې یې د اداري فساد ډنډوره راپورته شوې ده، له بېلا بېلو کړیو سره د لوړ پوړو دولتي چارواکو د تړلتیا او حتی معاش اخیستلو آوازې خپرې شوي دي، د کابل بانک د دیوالي کېدو شایعات خپاره شوي دي او یا هم دافغانستان د تجزیې او له دې پلان سره د یو شمېر ملي ضد کړیو د پټو اړیکو ګونګوسي خپاره شوي دي.
بهرنیو کړیو په دې هرغشي څومرغۍ ښکار کړي :
له اساسي مسئلو او د افغانستان له سیاسي دریځ اوغوښتنو څخه د عامه افکارو منحرف کول، پر افغان حکومت اوخلکو د فشارونو زیاتول او د وضعیت لا بې ثباته کول. آن تردې چې د یو شمېر ملي ضد کړیو ژرندې ته اوبه غورځول او د افغانستان دښمنانو ته میدان ورکول. ځینې ځواکونه غواړي په دې توګه افغان لوري ته وښيي چې هر کله او په هره وسیله کولای شي د افغانانو پر فکري شاهرګ فشار راوړي او پوښتنې اوغوښتنې یې په ستوني کې خفه کړي. که په بمباریو کې ملکي وګړي وژل کېږي، که د جګړې ستراتیژي غیر معقوله، مبهمه او د پوښتنو وړ وي او یا هم د تجزیې ډنډورې غږول کېږي افغان لوری غږ نه شي ایستلای او که نه یا به د کابل بانک د سقوط آوازه ګډیږي، یا به د فساد او استخباراتي تړلتیا ډنډورې غږېږي او یا به هم نورې ګډوډۍ جوړېږي.
محمود طرزي فکري بنسټ په خپله نننۍ غونډه کې همدغه موضوعات څېړي اود کارپوهانو نظریات پوښتي، په دې به هم خبرې کېږي چې د داسې آوازو او دروازو په وړاندې د افغانستان د حکومت، روښانفکرانو، مدني ټولنې او خصوصاً مطبوعاتو رسالت او مسؤلیت څه دی، موږ څنګه کولای شو حقایقو ته خپل ولس ځیر کړو او د رښتینو معلوماتو د خپراوي هڅه وکړو او ددې ولسي متل ( تر څو ریښتیا را رسېږي دروغ کلي ورانوي) له مخې ،مخکې له دې چې دروغ کلي وران کړي ریښتیا روښانه کړای شو. دافغانستان حکومت ښايي داسې اړوند موظف او په ملي مسؤلیت ژمن ارګانونه ولري، چې د ناسمو آوازو او دروازو مخه ونیولای شي او خلکو ته سم معلومات په چټکۍ سره ورسوي. موږ ښايي مثبت لوري ته د عامه افکارو د رهبرۍ وس ومومو، او زموږ مطبوعات هم په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
په همدې اړه نن د وږي ۲۵ د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ لخوا یوه تحلیلي ناسته جوړه شوه، چې د رسنیو له پراخ ګډون سره هر یوه د ویسا ورځپاڼې مسؤل مدیر زبیر شفیقي، د اقتصادي چارو کاروپوه او د کابل پوهنتون استاد سید مسعود او د افغان څېړنېز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک ګدون کړی وه او خبرې یې وکړې.
زبیر شفیقي د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې په افغانستان کې د عامه افکارو په وړاندې د پټې جګړې یوه څپه راروانه ده او دولت د دې څپې په وړاندې هیڅ راز دفاعي وسیلې نه لري او یا یې هم نه کاروي.
شفیقي وړاندیز وکړ چې د افغان ولس د ذهنیتونو د روښانولو لپاره باید افغان دولت یو ارګان ولري، چې د بهرنیو کړیو او رسنیو د هغو اقدامونو پر وړاندې غبرګون وښي چې د خلکو د ذهنیت د مغشوشولو لپاره ترسره کېږي.
وروسته ښاغلي مسعود خبرې وکړې او وې ویل چې د کابل بانک قضیه یوه سیاسي قضیه شوه چې تر ډېره پکې د د عامه افکارو په وړاندې د پټو کړیو لاس وه.
مسعود وویل دولت باید دغه موضوع درک کړي چې خپل اقتصادي بنسټونه پیاوړي او له نوموړو بنسټونو څخه ساتنه او څارنه وکړي چې له منځه لاړ نشي او دسیسې ورته جوړې نه شي.
د غونډې په پای کې غلام جیلاني ځواک خبرې وکړې. ځواک وویل چې په افغانستان کې د عامه افکارو په وړاندې پټه جګړه کومه نوې خبره نه ده بلکې دا ډېره موده کېږي چې دا ډول دسیسې او پټې کړنې روانې دې.
ځواک بهرنیان او افغان دولت دواړه ملامت کړل او وې ویل چې په دې برخه کې دولت هم پړ دی ځکه چې تر اوسه پورې، په یوه داسې یوه مرکز او بنسټ نه دی توانیدلی چې له ورته پیښو او کړنو مخنیوی وکړي او سپیناوی یې وکړي.
غونډه د خبریالانو په پښتنو او د یادو شو میلمنو په ځوابونو پای ته ورسیده.
وروستي