ولسمشر غني چاته واک وسپاري؟

د حنیف اتمر په ګډون چې د ولسمشرۍ یو څو نوماندان وایي ولسمشر غني موده په جوزا کې ختمېږي او واک دې موقت حکومت ته وسپاري، مګر د اساسي قانون ماده واضح صراحت لري چې ولسمشر غني چې د افغانستان د خلکو په رایه انتخاب شوی او منتخب ولسمشر دی، نو باید واک بل منتخب ولسمشر ته وسپاري، نو اوس تاسو ووایئ چې ولسمشر غني د چا ومني، د نوماندانو او که د اساسي قانون؟

د افغانستان ولس تل ځان بې تفاوته پریښی او تل یې خاموشي اختیار کړې او همدغه لامل دی چې څلوېښت کاله کېږي پر دوی جنګ تحمیل شوی او دوی یې پر وړاندې کرار او خاموش ناست دی. د قرانکریم صریح ایت دی چې خدای تعالی هیڅکله د هغه قوم حالت نه بدلوي تر څو چې پّ خپله یو قوم د خپل حالت د بدلولو هڅه او اراده ونه کړي، نو افغانان دې د خدای روی ومني، نور دې د وحشتونو، جنګونو، ناقانونیو او ناکردو پر وړاندې بې تفاوته نه پاتې کېږي. د دوی د بې تفاوتۍ قېمت بېرته په خپله دوی ورکوي.

که چېرې ولس بې تفاوته نه وي او د همدې نوماندانو پر وړاندې راپورته شي او ورته ووایي چې تاسو خو اتلس کاله په دې ولس چپه مېچنې وګرځولې، منصبونه، مقامونه او وزارتونه مو په لاس کې وو، مهرباني وکړئ یوه یوه لاسته راوړنه مو ووایئ چې څه مو کړي او په کومو سترګو دا ځل ولسمشرۍ ته ولاړ یاست؟ ولس دې دوی ته ووایي چې د اساسي قانون د صراحت په موجودیت کې تاسو ولې د موقت او سرپرست حکومت خبره کوئ؟ خو له دې معلومېږي چې د ولسمشرۍ همدغه نوماندان د پردیو د لاس الې دي او څه یې چې خوښه وي هغه کوي ولس هم کرار ناست دی.

ولس دې بې تفاوته نه کېني، را پورته دې شي، طالب ته دې ووایي چې ولې مې وژنې؟ ګناه مې څه ده؟ د ټولې نړۍ علما درته وایي چې په غلطه یې، په ناروا یې ، ظلم کوې، مسلمان وژنه کوې، ووروژنه کوې او د خدای لحاظ وکړه نور لاس ترې واخله، مګر ته یې لا هم نه منې خو ولې؟ که ولس په رښتیا را پورته شي او د طالب پر وړاندې ودرېږي، نو طالب به نه په ښار کې ځای ولري او نه په کلي او ولس کې او چې ځای ونه لري، نو برید او چاودنې به څنګه کوي، خو دوی هم د ولس له سکوت او بې تفاوتۍ ګټه اخلي.

ولس که رښتیا هم یو لاس شي او راپورته شي، له ولسوال، قومندان، والي، وزیر او ټولو څخه په خپلو خپلو ځایونو کې پوښتنه وکړي چې د سږکال بودجه دې څه وه، څه دې کړه؟ څومره دې لګولې، څومره پاتې؟ که ولس په رښتیا هم له مسوولینو پوښتنه وکړي ایا بیا به څوک دا شکایت وکړي چې کار یې پر وخت نه خلاصېږي، یا څوک ورڅخه د کار پرمهال پیسې او رشوت غواړي؟

زه وایم همدومره بې تفاوتي او سکوت بس دی، ولس دې نور لږ ځان په زحمت کړي، له نوماندانو دې پیل کړي، د دوی پر وړاندې دې ودرېږي او بیا دې کرار کرار په دې نورو هم یو د ورورۍ غږ وکړي.