ناسا د خپل ماموریت لپاره چې سپوږمۍ ته یې په ۲۰۲۴ ز کال ترسره کوي ۲.۵ ملیارده ډالرو څخه زیاتو ته ضرورت لري

روهی( څلورنۍ/۲۵ د غوایي )، د امریکا د ناسا ادارې ویلي دي چې دوي په هغه پلان کار کوي چې په ۲۰۲۴ ز کال کې څنګه سپوږمۍ ته د بیا ځل لپاره لاړ شي.
 
 
د دغې تګ لپاره ۲۰۲۸ ز کال ټاکل شوی و خو د ټرمپ ادارې ۴ کاله کم کړل او وایي چې مونږ به په ۲۰۲۴ ز کال کې یو بیا د نورو کشفیاتو لپاره سپوږمۍ ته لاړ چې په دغو تلونکو کسانو کې به ښځې هم ګډون لري.
 
 
د ناسا ادارې مشر جم برائډنسټائن خبریالانو ته خبرو کې ویلي دي چې د دغې خلا ته تلونکې الو باندې د ۶۰ ملیارده ډالرو څخه زیات لګښت راځي.