
روهي( څلورنۍ/۲۵ د غوایي )، ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره په دغو ټیلیفوني خبرو کې سوریه کې د اسد رژیم لخوا په ادلب کې د ترکیې او روسیې د همکاريو پر خلاف د ورانکارانه فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان خپل روسي سیال ته ددې خبرې په ټینګار ویلي چې د اسد رژیم په ځانګړې توګه د تیرو دوو اونیو راهیسې په ادلب کې د تاوتریخوالي د کمولو په خاطر په جوړه شوې سیمه کې د اوربند نه په تیري پیل کړی دی.
د اسد د رژیم دا ډول اقدامات د انديښنې وړ دي. د اسد د رژیم لخوا د ملکي استوګنځایونو سربیره په ښوونځیو او روغتونونو هوايي بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د بهانې سره د منلو وړ نه دي.
اسد رژیم غواړي چې ددې ډول بریدونو او ورانکارانه فعالیتونو سره په ادلب کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د همکاریو سبوتاژول او د استانه بهیر ته زیان رسول دي. ولسمشر اردوغان وویل چې په ادلب بریدونه د اساسي قانون د کمیټې چارې او سیاسي بهیر هم د خنډ او ګواښ سره مخامخوي.
دواړو مشرانو د سوچي د بهیر په اړه ژمنتیا تازه کړه . ولسمشر اردوغان ویلي دي چې تر ننه پورې د سوچي د بهیر د عملي کولو سره د سولې او سیاسي حل لارې په برخه کې ډیر مهم پرمختګ شوی دی. خو د اسد رژیم بریدونه کیدای شي چې دا بهیر هم د ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي.