متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان کې د تېلو د ذخیرې په پایپ باندې برید په سختو ټکو غندلی دی

روهي( څلورنۍ/۲۵ د غوایي )، متحده عربي اماراتو سعودي عربستان کې د تېلو د ذخیرې په یو پایپ برید په سختو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي چې دا کار کولی شي چې د نړۍ د تېلو په نرخونو کې جګوالی راولي.
 
متحده عربي اماراتو د خارجه وزیر ویلي دي چې متحده عربي امارات د سعودي سره په دغه خفګان کې شریک دي.
 
 
متحده عربي اماراتو د خارجه وزیر زیاته کړې ده چې د سعودي عربستان او متحده عربي امارات یو بل سره لازم او ملزوم دي او دوي په ګډه د ترهګرۍ خلاف جنګړه بوخت دي.