
فساد د ټولو ګډه ستونزه ده، ځکه ولس او رعیت دواړه له فساده شکایت لري او دولت یې پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده، مګر تر هغو چې ولس په دې برخه کې همکاري ونه کړي، نو یوازې د دولت مبارزه مطلوبې پایلې نشي لرلی. د خلکو او ولسونو برخه اخیستل د اداري فساد د مخنیوي تر ټولو غوره لاره ده. که محلي مامورین په دې پوه شي چې د دولت تر مقاماتو ولسمشر، وزیرانو او نورو پورې د ولس غږ رسېدای شي او هغوی د مکافاتو او مجازاتو د اصل له مخې له دوی سره چلند کوي، فوراً به خپل چلند او کړه وړه بدل کړي.
د دې لپاره چې په اساسي توګه د فساد مخه ونیول شي، نو دا ډېره مهمه ده چې ولسي څارنه په یوه کلتور بدله شي. د دې لپاره پکار ده چې دغه څارنه له مهمو عایداتي او مصرفي ادارو څخه پیل شي. که غواړو چې په ډاډمنه توګه د ولس او دولت تر منځ د اعتماد فضا رامنځته شي، نو پ:ار ده چې ولس او دولت دواړه پوه شي چې بیت المال د ولس امانت دی او دولت مکلف دی چې په شفافه توګه ولس ته حساب ورکړي او د خلکو اصلاحي نظریاتو ته غوږ ونیسي او عملي یې کړي.
که څه هم د ولسي څارنې پیل له هغو برخو او ادارو پکار دی چېرې چې عواید یا لګښت زیات وي ځکه هملته معلومدار چې فساد هم زیات وي، خو ا د دې مانا نه لري [ې په نورو برخو څارنه دې نه کېږي. مګر مهمې برخې تر څارنې لاندې نیول به ولس کې دا باور ټینګوي چې دولت د الاحاتو عملي کولو لپاره ژمن او ټینګه اراده لري.د دې ترڅنګ باید عدلي او قضایي ارګانونه هم اصلاح او فعال شي، ځکه ولس او پولیس چاته په خپل سر سزا نشي ورکولی او کوم مفسد چې نیول کېږي، نو معلومدار چې د سزا ګاللو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي. یاد ارګانونه د مجرم د جرم د ثابتولو لپاره اسناد او شواهد را ټولوي او کله چې دا ثابته شوه چې هغه جرم یې ترسره کړی او یا په فساد کې ښکېل او شریک دی، نو باید چې د قوانینو په رڼا کې ورته سزا ورکړل شي.
که چېرې عدلي او قضایي ارګانونه مجرمینو ته سزا ورنه کړي، نو بیا هم ولسي څارنه ګټه نشي لرلی، ځکه دوی هم ورځ تر بلې نه یوازې نهیلي کېږي، بلکې په حکومت او مجموع کې په دولت خپل اعتماد له لاسه ورکوي او تر څنګ یې د فساد ګراف هم ورځ تر بلې لوړېږي، لکه د ولسمشر کرزي په وخت کې چې موږ ولیدل مقامات او مسوولین مستقیماً په فساد کې ښکېل وو او له امله یې ورځ تر بلې ادارې او وزارتونه فاسد او کاواکه شول.
که چېرې حکومت د فساد ضد مبارزه جدي کړي او ولس هم په دې کې ورشریک کړي او عدلي او قضایي ارګانونه هم د قانون مطابق اجرات وکړي، نو باور دی چې ورځ تر بلې به هم دغه مبارزه موثره او چټکه شي، هم به ولسي همکاري ورسره زیاته شي او هم به ورسره د فساد کچه راټیټه شي.