
د دنیا هیڅ یو شخص خپل مستقبل یعنی راتلونکې نشي بدلوي مګر خپل خویونه اوعادتونه بدلوي شی، او ددغو بدل شوو عادتونو او خویونو په واسطه خپل راتلونکې او مستقبل جوړولي او برابرولي شی.
دغه عادتونه او خویونه په لاندې ډول څیړو:
• وخت پیژندل:
د لوی خدایج لویه تحفه او لوروینه همدا وخت ده چې موږ او تاسو ته یې راکړي او پر موږ او تاسو یې پېرزو کړیده، باید د خپل وخت قدر وکړو همدا وخت دی چې موږ یو مقام ته رسوی که د وخت پابنده نه وو نو نشو رسیدای یو مقام ته، که د وخت پابنده وو او وخت ته مو د قدر په سترګه وکتل همیش به کامیاب او هیڅکله به د مشکل سره مخ نشو، وګورئ یو زده کوونکې ښوونځۍ ته ناوخته ځی همدا یې عادت وګرځې نو پوهنتون ته هم ناوخته ځی، حتا همداسی ګورۍ چې هغه کله د دندې خاوند شې یا هم چا سره د لیدو وخت وټاکې نو ناوخته ځی نو دده دغه عادت دده په مستقبل او راتلونکې باندې ډیره بده اغیزه لري.
• صفا، پاک ستره اوسیدل:
باید هر انسان دواړه طرفه پاک او ستره وي یعنې هم بیرون خوا لکه د جامو، بدن، د اوسیدو ځای، موټر، کور، دفتر، پاک ستره او منظم وي. همدارنګه باید د دننه خوا څخه هم پاک او صفا وي یعنې د نورو سره کینه نه کول، د بل چا حیاء ته په سپکه نه کتل، د بل مسلمان ورور حق نه خوړل، د نورو حق پیژندل، همدارنګه د خپل کورنۍ او نورو قدراو درناوي کول او پیژندل، یعنې لنډه دا چې خپل نفس پاکول، نو دخپل نفس او ځان او چاپیریال پاک ساتل دا د ایمان نیمايې برخه ده، نو د ځان او نفس پاک ساتل په راتلونکې او چاپیریال مثبته اغیزه لري.
• د ښو ملګرو او نیکو خلکو سره ناسته کول:
همدا ملګری او دینداره او نیک خلک دی چې زموږ راتلونکې ورسره جوړیږی او زموږ ناسته ورسره ښه او سمه بریښې، یعنې که چيری ښو او نیکو خلکو او ملګرو سره واوسو او ناسته او ولاړه ولرو نو زموږ دنیا او اخیرت به جوړ شي، نیکې لاری او چاری به ورڅخه زده کړو په ښو لارو به روان شو ورسره، او د نورو خلکو په نظر به هم ښه ښکارو. که خدای مکړه د بدو او ناروا خلکو سره ملګری شو نو په ناروا کارونو او لارو به مو اخته کړی هم به مو پدی دنیا کې له تعلیم، تحصل، مطالعه، او خدمت څخه لري کړي او هم به مو ورسره اخیرت خراب شی ځکه چې په ناروا او ګناه به مو اخته کړي، نو د ښو او نیکو ملګرو سره ناسته او ولاړه کول هم زموږ په راتلونکې او مسقبل ښه اغیزه لري.
• هدف او موخې ټاکل:
د کامیابۍ لوی راز په همدې هدف او د موخو په ټاکلو کې ده، که چیرته موږ خپل هدف او موخې پلان او ټاکلې وی نو کامیاب به یو او د خپل پلان او هدف سره به سیده روان یو، نو باید خپل ورځنې هدفونه او پلانونه ، اونیز هدفونه او پلانونه، میاشتنې او همدارنګه کلنۍ هدفونه او پلانونه ولرو او وټاکو د ځان دپاره چې باید سه وکړو او څنګه یې وکړو، که چیرته هدفونه او پلانونه مو ټاکلې وي نو د همدغو پلانونو او هدفونه پیروی به کوو او په همدې هدفونو او پلانونو به سم روان یو نو هتمن به کامیابۍ او خپل منزل ته رسیږو، مثال کاروبار شروع کوو نو هدفونه او پلانونه باید ورته ولرو چې څنګه دغه کار شروع ، کله یې شروع، چاسره شروع او چاسره یې شروع او چیرته یې شروع کړو، څنګه بازار موندنه وکړو نو دا هرڅه په پلان او هدف سره وکړو نو کامیابۍ ته هتمن او ضرور رسیږو.
• محنت کول:
ګورئ همدا محنت دی چې موږ او تاسو یو سرته رسوي، هغه یو متل دي چې وایې بې زحمته راحت نشته. زحمت او محنت به کوو نو راحت به مومو، که چیرته محنت او زحمت ونکړو هیڅکله راحت نشو لیداې.
که چیرته په ښوونځۍ یاهم پوهنتون کې زده کوونکې او محصلین زحمت او محنت ونکړې نو هیڅ وخت راحت نشي لیدای او که چیرته محنت او زحمت وکړی، کوشش وکړی نو راتلونکې او مستقبل کې به کامیاب او هوسا او راحت وی.
نو ګرانو لوستونکو! راځئ محنت وکړو، د وخت پابنده واوسو، د ښو ملګرو او نیکو ملګرو په لټه او مجلسو کې کډون وکړو، پاک صفا او منظم واوسو او هدف او پلانونه وټاکو او ولرو تر څو خپل او د نورو ژوند نیکمرغه او د وطن د خدمت او کامیابۍ جوګه وګرځو.