
روهي( دوه نۍ/۲۳د غوایي )، کوئټه د سیټلایټ سیمه کې پر پاکستاني پولیسو برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي.
ژوبل شوو کسانو کې ۷ ولسي وګړي او ۲ پولیس دي، ټول ژوبل کسان نژدې روغتون ته وړل شوي دي.
سرچینې وایي چې برید مني مارکېټ د الهدي جومات سره نژدې شوی دی. د برید هدف د پولیسو یو موټر و چې هغه ته هم په کې زیان رسېدلی دی.