
روهي (دوه نۍ/۲۳ د غوايي)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير لور مريم نواز وايي چې د عمران خان په مشرۍ نوې ادارې د پاکستان اقتصاد له منځه يوړ.
نوموړې چې اوس مهال د نواز شريف مسلم ليګ ګوند مرستياله هم ده د عمران خان حکومت او د پيسو نړيوال صندوق يا IMF ترمنځ په شوي تړون نيوکه کوي او د پاکستان د اقتصاد په زيان يې بولي.
نوموړي په ټوټېر ليکلي دي چې يوازې د نهه مياشتو په موده کې د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د عمران خان ګوند پاکستان په اقتصادي بحران کې واچولو.
د پيسو نړيوال صندوق او پاکستان حکومت ترمنځ د شپږ مېلېارده ډالرو په ارزښت يو تړون وشو، چې په پايله کې به يې ياده اداره د پاکستان حکومت تر درېيو کالونو ملاتړ کوي.