
دجمعي ورځ وه ، موږانډيوالانو چې داوونۍ په اوږدوکې ددفتردکارونوڅخه ستړي ستومانه شوي وو، پريکړه وکړه چې دښارکوم پارک یاکوم بل ښکلي ځای ته لاړشواوديوڅوګړيولپاره هلته کينوترڅومولږ غوندې ذهنونه ارام اوويښې شي . همداسې مووکړل اودپارک خواته روان شوو . کله چې پارک ته ورسيدو، په يوه ګوښه کې موځای ونيوه اوکيناستو. لږغوندې ګرمي وه اوموږتيږي شوي وونوځکه مودفانټايولوی بوتل اوڅو يوځلي ګلاسونه راوخيستل چې خپله تنده پرې ماته کړو.
فانټاموڅښله اوخولکت موهم کاوه ، پدې وخت کې یوماشوم چې دڅلوریاهم پنځوکالوبه وي راغی اوويې ويل :
-کاکا! داخالي بوتل خوبه بياماته راکړئ؟!!
ماپه ځواب ورته دسرپه ښورولوسره وښودله چې سمه ده اوخالی بوتل به ده ته ورکوو. موږپه خبرولګيااوورو وروموورسره فانټاهم څښله ،ماشوم شااوخواتاويده راتاويده اوزموږ ګيلاسونو اوخولوته به يې په ډيرمعصومانه بڼه کتل ، ماته داسې ښکاره شوه چې دنوموړي فانټاته ډيرزړه کيده. دموږدانډيوالانوله منځه يوه کس فانټاڅښله اوهغه دچاخبره ډيره په سټايل اوخوندسره یې دګيلاس نه غړپونه کول . ماشوم دهغه خولې اوګيلاس ته کتل اوکله چې به زموږانډيوال دګيلاس نه غړپ وکړ، نو ماشوم به ورسره لاړې تيرې کړې .مادغه حالت ونه شوزغملی نوماشوم ته مې غږکړ:
- راشه بچیه! دغه بوتل درواخله .
په بوتل کې لږڅه فانټاپاتې وه . ماشوم په ډيره تلوسه ، خوپه مودبانه بڼه راغئ څوبوتل ورواخلی :
- بچيه ! واخله دافانټا مې هم درته پرې ايښې ده داوڅښه - ماشوم ته مې په مهربانه اوزړه سوانده لهجه وويل . ماشوم بوتل واخيست ، دبوتل خوله يې کلکه کړه . په لاسونوکې یې نورکوچني اولوی بوتلونه هم نيولي وو ، هغه دفانټابوتل يې په تخرګ کې ټينګ ونيوه اوپداسې حال کې چې یوه عجيبه غوندې معصومه خوښي يې پرمخ خوره شوې وه ، روان شو. ماددې لپاره چې دفانټادایویانيم ګلاس پاتې شونی وروسته ورنه نورماشومان وانخلي اویاخويې څوک ورپورې ونه ځوروي ،نوورته ومې ويل :
- کينه بچيه، همدلته يې وڅښه !.
- نه کاکااوس يې نه څښم ، کورته يې وړم .
- ته خوکينه همدلته يې وڅښه ،کورته یې دڅه لپاره وړې - ماوويل.
- کاکا!،خپلې کوچنۍ خور ته يې وړم .
- هغه دتانه کشره ده ؟
- هوکاکا!
- لکه چې ډيره درباندې ګرانه وي ؟!
ماشوم دسرپه خورولوسره وښودله چې خورکۍ ورباندې ګرانه ده .
- ډيرافرين بچيه،
زه غلی شوم ، سوچ یووړم اوهک پک شوم .
ماشوم چې ځان يې زمااحسان من ګڼه ، نوددی لپاره چې زماخبره يې پرځمکه نه وي غورځولې اوخوابدی کړی يې نه وم ،کيناست اودبوتل خوله يې بیرته خلاصه کړه،فانټايې په ګيلاس کې تشه کړه . ګيلاس ته دفانټادتويولوپه مهال يې لاسونه هم لږغوندې ريږيدل ،شايددابه دشرم احساس وویاخوبه هم تلوسه اوډيره خوښي وه چې فانټايې ترلاسه کړې وه . فانټايې په ګيلاس کې واچلوله اوپه لږ غوندې ريږیدونکولاسويې دخولې خواته پورته کړ، خپلومعصومو،خړوپړوشونډوته یې ورنژدې کړ، موږته يې داسې وښودله چې ګني څښي يې اوورو وروروان شو. لږچې ليري شو، بيرته کيناست ، دخالي شوي بوتل خوله يې خلاصه کړه اوپداسې حال کې چې نه يې غوښتل چې موږیې ووينو، دګيلاسه نه یې فانټا بیرته په بوتل کې تويه کړه . دبوتل خوله يې کلکه کړه اوپداسې حال کې چې د يوې عجيبه اونه بيانیدونکې خوښۍ احساس یې په معصومه اودبې وزلۍ په سپيرودوړواوګردنوکې خړې پړې څيرې باندې له ورايه ښکاريده ، دکورپه لورپه ځغاسته شوترڅوفانټاخپلې کوچنۍ اوده ته ګرانې خورکۍ ته ورسوي .
ماچې ددغه ماشوم دغه ژورانساني احساس وليده ، هک پک پاتې شوم ، دبدن ويښتان زيږشول .
داماشوم چې نه خويې ددولتونواوشتمنۍ سره، چې لويان يې دترلاسه کولولپاره انسانان وژني ،مندیې بورې کوي ،ماشومان يتيموي ،تورې سرې کونډوي ،او... کوي ، څه مينه درلوده ، نه خودڅوکۍ اولوړوپوسټونواوځواک اوواک انديښنه ورسره وه ، نه خويې لاداوږدپکراوليرې ګټود په نظرکې نيولواواټکل کولوناوړه صلاحيت درلوده ، نه خويې کوم اوږدمهاله ارمانونه اوهيلې په زړه کې ساتلې وې ، همدادفانټايوغړپ چې په بوتل کې پاتې شوی اواوس دده په لاس کې وو، دده لپاره هرڅه وو- دده لپاره هم ارمان وواوهم نه پوره کيدونکې هيله .دده دغه ارمان اوناشونې هيله ناببره پوره شوې وه ، خوده پرخپل نفس ، خپلوخواهشاتو،خپلوغوښتنوپښه کيښوده اودخپلې خورکۍ ديوې ګړۍ خوشالي يې چې ددې غړپ په ترلاسه کولوسره به یې احساس کړي ، غوره وګڼله .د انوداحساس انتهاده .
خودافسوس خبره داده چې دامعصوم ، پاک ،انسانی ! اوسپيڅلی احساس به هم دوخت په تيريدوسره ددې پرځای چې لاوروزل شي ، وده ورکړی شي اووهڅول شي ، دموږلويانولخواوځپل شي ،ترپښوبه لاندې شي ،وبه وژل شي اوهمدامعصوم اوسپيڅلی ماشوم به سبادځينونورولويانوپه شان نه دخپلې خور،نه دخپل ولس اونه خوهم دخپلې خاورې سره دمينې احساس ولري . داټول ارزښتونه به دخپلووړو اوبې ارزشته خواهشاتو،غوښتنواوګټونه ځاراوقربانوي .