روژه ماتي څخه وروسته د سګرټ څکولو سره یو ناڅاپه د مرګ خطر شته

روهي( دوه نۍ/۲۳ د غوایي )، ترکیې هېواد کې نوو طبي څېړنو ښودلې ده چې د روژه ماتي څخه وروسته نژدې د سګرټ څکولو څخه بل خطر ناک څه د انسان ژوند لپاره نشته.
 

د مالوماتو له مخې د روژه ماتي په وخت کې انسان اوبو، ګلوکوز او زیات اکسېجن ته ضرورت لري. د سګرټ څکولو د یو دم سره د سګرټ لوګی د انسان شیریانونو ته داخلېږي چې بیا په اسانۍ سره اکسېجن په کې حرکت نه شي کولی.
 
 
د دغه کار د تکرار سره د انسان رګونه بندېږي او بیا وینه په اسانۍ سره په رګونو کې حرکت نه شی کولی چې همدا کار په لومړیو کې د وینې د ګنډه کېدو، فشار لوړېدو، د وینې د غوړېدو د زیاتوالي او په پای کې د انسان د زړه د حملې لامل کېږي.
 

دغې څېړنې یو ګډونوال ډاکټر ویلي دي چې د روژه ماتي پسې په لنډ وخت کې د سګرټ څکول د انسان د بدن د فلج لامل هم ګرځي.
 

د دغې څېړنې څېړونکو ډاکټرانو ویلي دي چې که په لنډو ټکو کې ووایو د روژه ماتي پسې لنډ وخت کې د سګرټ څکول د مرګ لامل کېږي.
 

څېړنه وایي که د سګرټ د زیانونو سره بیا هم تاسې سګرټ څکوی نو د روژه ماتي څخه ۳۰ـ۴۰ دقیقو پورې وخت څخه وروسته سګرټ وڅکوئ.
 

ژباړن: محمد مبین هڅاند