یووال اسټائنټز: د امریکا سره د شخړې د زیاتېدو وروسته ایران په اسراییلو برید کوي

روهی( دوه نۍ/۲۳ د غوایي )، د اسراییلو د توانایي وزیر ( یووال اسټائنټز ) ویلي دي چې مونږ داسې مالومات ترلاسه کړي دي چې د امریکا او ایران د شخړې د زیاتېدو سره ایران فیصله کړې ده چې په اسراییلو به برید کوي.
 

یووال اسټائنټز ویلي دی چې منځني ختيځ کې روان کړکېچ زیاتېدل خطرناک دي او که دا نور هم ګرم شي نو د ایران حکومت او اسلامي او اسلامي جهاد ډلې به د اسراییلو په ضد راولاړې شي خو دا وایي چې مونږ دغو حالاتو د قابو کولو لپاره تیار یو.
 

د همدې په خاطر باندې اوس د امریکا او ایران د شخړې کې اسراییل یو څه خپل ځان غلی نیولی دی.