روهي( دوه نۍ/۲۳ د غوایي )، د پاکستان د مالیې وزیر او د لومړي وزیر د مالي چارو سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ د پاکستان د دولتي تلوېزیون سره ویلي دي نړیوالې مالي ادارې یا ای اېم اېف دغه هېواد ته د شپږ میلیارد ډالرو پور منظور کړی دی. چې د ۳ کلونو په موده کې به یې پاکستان ته وسپاري.
د همدا ډول تمه ښودلې ده چې نړیوال بانک او د اسیا پرمختیايي بانک هم په لږ سود له دوو تر دریو میلیارد ډالرو پور را کړي.
ډاکټر عبدالحفیظ شیخ زیاتوي، د پیسو نړیوال صندوق کې د ۶ میلیارد ډالرو پور تر رسمي منظورۍ وروسته به پاکستان ته د دې پور ور کول پیل شي.
د هغه په خبره، دې تړون سره به پاکستان کې د پور انډول کې ښه والی راشي او نړۍ ته به مثبت پیغام ور کول او بهرنۍ پانګونې ته به پاکستان کې لار جوړه شي.
"د پیسو نړیوال صندوق دې پروګرام سره به د تاواني حکومتي ادارو د ستونزو اوارولو لپاره بنسټیز سمون پیل شي او صادراتو او محصولاتو کې به د زیاتوالي موقع برابره شي".
وروستي